Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت: د ټاپي پروژې کار به په پسرلي کې پیل شي

اسلامي امارت وايي چې د ټاپي پروژې عملي کار به ډېر ژر پیل شي او د هغه د عملي کېدو لپاره ټولې زمینې برابرې شوې دي.

د اسلامي امارت مسوولین وايي، د ټاپي پروژې پر امنیتي او مالي برخو کارونه تر یوې اندازې مخته تللي او په وینا یې د هوا له ګرمېدو سره به د دغې پروژې عملي کارونه پیل شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«د ټاپي پروژه دې په ښه توګه تطبیق شي او اسلامي امارت همدارنګه د مالي برخو لپاره هم ښه چمتووالی لري، نو زموږ د ناحیې تخنیکي او لوجستکي ستونزې حل شوې دي.»

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي وايي، اسلامي امارت دغه ډول لویو پروژو ته د زمینې په برابرولو سره کولی شي په هېواد کې د بې وزلۍ او بېکارۍ کچه راکمه کړي.

د اقتصادي چارو شنوونکی منصور هدایت څرګندوي:«د ټاپي پروژه په ټول کې په ټوله سیمه کې یوه له سترو پروژو ده. موږ متاسفه یوو چې په څو وروستیو کلونو کې د دغې پروژې پر پیل بریالي شوي نه یوو، ټول پوهېږو چې د افغانستان خلکو ته سترې ګټې لري.»

د اقتصادي چارو شنوونکی شاکر یعقوبي هم وايي:«اسلامي امارت د افغانستان پر وضعیت حاکم دی، خنډونه یې له مخې لرې کړل شوي دي او تمه کېږي په دغې پروژه کې له ټولو ظرفیتونو څخه په کار اخیستنې سره مهم رول ولوبوي.»

پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد په پروژه کې افغانستان ترانزیتي نقش لري. ټاکل شوې افغانستان د دغې ترانزیتي چارې له لارې په کال کې شاوخوا ۴۰۰ مېلیونه ډالره ترلاسه کړي او ورسره به په هېواد کې ۱۲ زره کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي.

د ترکمنستان یو شمېر چارواکو هم نږدې درې اوونۍ مخکې د اسلامي امارت له چارواکو سره په کتنو کې هیله مني ښودلې وه چې، د ټاپي پروژې چارې به د راتلونکي کال په پسري کې پیل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه