Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټولګټو وزارت د رېل پټلۍ په هکله له اوکرایني شرکتونو سره خبرې وکړې

د ټولګټو وزارت وایي چې دغه وزارت د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د جوړېدو په تړاو له اوکرایني شرکتونو سره خبرې کړې دي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې د دغو شرکتونو یوه تخنیکي ډله افغانستان ته راغلې ده څو د افغانستان د سوداګرۍ په پراختیا کې ونډه واخلي.
 
د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح وايي:«اوکرایني پلاوي د دغه وزارت له مشرتابه سره غونډه لرله. دواړو لوریو د سوداګریزو توکو د لېږد، د رېل پټلۍ د انجینرانو د وړتیا لوړولو، د مزار - حیرتان لارې امنیت او د رېل پټلۍ په هکله یې سره خبرې اترې وکړې.» 

بل خوا ځينې کارپوهان وایي چې د ریل پټلۍ له لارې له نورو هېوادونو سره د افغانستان وصلېدل د راکړې ورکړې د زیاتوالي لار هواروي او د توکو د لېږد لګښت کموي.
  
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سوداګریز مرستیال خیرالدین مایل څرګندوي:«موږ باید په ډېریو ولایتونو کې د رېل پټلۍ ولرو او موږ ډېری سرحدونه د اورګاډي پټلۍ له لارې له ګاونډیو هېوادونو او د هغوی له لارې له نړۍ سره ونښلول شي.»

بل خوا د سوداګرۍ اوپانګونې خونه وایي چې افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ له پراختیا سره به د هېواد صادرات زیات شي او د هېواد صادراتي توکي به نورو هېوادونو ته په کمه موده کې ولېږدول شي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي:«د اورګاډي پټلۍ غځول د افغانستان د خلکو د اقتصاد په ګټه دي. غواړو چې د اوسپنې دغه پټلۍ وغځول شي. له بېړۍ وروسته تر ټولو ارزانه او لنډه لار چې سوداګریز توکي مقصد ته رسوي د اوسپنې پټلۍ ده.»

افغانستان اوس مهال د حیرتان، آقینې او خواف- هرات د اوسپنې د پټلیو له لارې له ازبیکستان، ترکمنستان او ایران سره وصل دی او د ریل پټلۍ له لارې له سوېلي آسیا سره د افغانستان د نښلول کېدو هڅې هم روانې دي.

د سوداګرۍ اوپانګونې خونه وایي چې افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ له پراختیا سره به د هېواد صادرات زیات شي او د هېواد صادراتي توکي به نورو هېوادونو ته په کمه موده کې ولېږدول شي.

تصویر بندانگشتی

د ټولګټو وزارت وایي چې دغه وزارت د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د جوړېدو په تړاو له اوکرایني شرکتونو سره خبرې کړې دي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې د دغو شرکتونو یوه تخنیکي ډله افغانستان ته راغلې ده څو د افغانستان د سوداګرۍ په پراختیا کې ونډه واخلي.
 
د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح وايي:«اوکرایني پلاوي د دغه وزارت له مشرتابه سره غونډه لرله. دواړو لوریو د سوداګریزو توکو د لېږد، د رېل پټلۍ د انجینرانو د وړتیا لوړولو، د مزار - حیرتان لارې امنیت او د رېل پټلۍ په هکله یې سره خبرې اترې وکړې.» 

بل خوا ځينې کارپوهان وایي چې د ریل پټلۍ له لارې له نورو هېوادونو سره د افغانستان وصلېدل د راکړې ورکړې د زیاتوالي لار هواروي او د توکو د لېږد لګښت کموي.
  
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سوداګریز مرستیال خیرالدین مایل څرګندوي:«موږ باید په ډېریو ولایتونو کې د رېل پټلۍ ولرو او موږ ډېری سرحدونه د اورګاډي پټلۍ له لارې له ګاونډیو هېوادونو او د هغوی له لارې له نړۍ سره ونښلول شي.»

بل خوا د سوداګرۍ اوپانګونې خونه وایي چې افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ له پراختیا سره به د هېواد صادرات زیات شي او د هېواد صادراتي توکي به نورو هېوادونو ته په کمه موده کې ولېږدول شي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي:«د اورګاډي پټلۍ غځول د افغانستان د خلکو د اقتصاد په ګټه دي. غواړو چې د اوسپنې دغه پټلۍ وغځول شي. له بېړۍ وروسته تر ټولو ارزانه او لنډه لار چې سوداګریز توکي مقصد ته رسوي د اوسپنې پټلۍ ده.»

افغانستان اوس مهال د حیرتان، آقینې او خواف- هرات د اوسپنې د پټلیو له لارې له ازبیکستان، ترکمنستان او ایران سره وصل دی او د ریل پټلۍ له لارې له سوېلي آسیا سره د افغانستان د نښلول کېدو هڅې هم روانې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه