Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د جګپوړي سلاکار ترور

د سوداګرۍ او پانګونې خونې جګپوړی سلاکار محمد داوود موسی د دوشنبې ورځې د سهار په اته نیمو بجو خپل کور ته نږدې د ناپېژانده وسله والو له لوري ټپي شو چې روغتون ته تر لېږدېدو وروسته یې ساه ورکړه.

د ښاغلي موسی خپلوان وایي، چې یوه وسله وال لومړی هغه له موټره پلی کړی او وروسته یې په زړه په مرمۍ وویشت. 

زاید صدیق وايي چې محمد داوود موسی د ظاهر شاه له دورې راهیسې د هېواد یو ملي سوداګر ګڼل کېده.
       
د محمد داوود موسی خپلوان زاید صدیق وویل:«یوه سړي کابو له یو مټري واټنه د هغه په زړه ډز وکړ او وروسته په موټر کې سپور شو او وتښتېد.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې محمد داوود موسی په افغانستان کې د مرسدس بنز شرکت استازولي لرله او د هېواد د خصوصي برخې په ود ه کې یې د پاموړ رول لوباوه.
    
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی څرګندوي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې د داوود موسی قاتل پیدا او عدالت ته یې وسپاري.»
    
ورته مهال د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې د عامل پلاوي رییس نقیب الله صافی هم وايي:«د خصوصي سکټور په برخه کې دا یوه ستره تشه ده. په راتلوونکي کې اسلامي امارت باید دې ته پاملرنه وکړي چې د سوداګرو ځان او مال ساتنه وکړي.»

که څه هم د کابل د امینه قومندانۍ مسوولان د ښاغلي داوود ترور کېدل تاییدوي، خو په دې تړاو خبرو ته حاضر نه شول.

بل خوا په ودانیزه برخه کې یو بل سوداګر زابل یار غرنی د یکشنبې په ورځ د تښتوونکو له لوري ټپي شوی دی. د ده خپلوان له مسوولانو د دې پېښې د عاملانو د نیولو غوښتنه کوي.
        
د زابل یار غرني وراره شهریارغرني وویل:«تراوسه هم د زابل یار کورنۍ له دې پېښې خبر نه دي او دا درېیمه ورځ ده چې کاکا مې په روغتون کې بستر دی او په هوښ نه دی.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د سوداګرو د وژلو او تښتولو د پېښو زیاتېدو، د هېواد د سوداګرو جدي اندېښنې راپارولې دي او اسلامي امارت باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه