Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیه افغانستان ته د ګازو صادرات بیا پيل وي

روسیه غواړي چې افغانستان ته د خپلو اوبلنو ګازو صادرات له سره پيل کړي. د رویټرز د رپوټ له مخې، د روسیې د اوبلنو ګازو شرکتونه د اوکراین له جګړې وروسته په پام کې لري، چې افغانستان ته د خپلو ګازو واردات بېرته پېل کړي.

رویټرز لیکلي دي،چې یوازې دوه روسي شرکتونه«لاک اویل پرمنټرو سانټز» او «آمسکي کلچک» غواړي، چې په مارچ میاشت کې افغانستان ته سلګونه ټنه اوبلن ګاز صادر کړي.

د دغه رپوټ په یوې برخه کې راغلي: «روسي تولیدوونکو د ۲۰۲۰ زیږدیز کال له نیمایي نه د کورونا د محدودیتونو او کمې ګټې له امله افغانستان ته اوبلن ګاز نه دي صادر کړي. اوس دغه تولیدونکي هوډ لري، چې افغانستان ته څه باندې لس زره ټنه اوبلن ګاز صادر کړي.»

بل خوا د کسبګرو او هټۍوالو خونه وایي، چې د روسیې د ګازو واردات په هېواد کې د ګازو پر بیې مثبت اغېز کولای شي.

د کسبګرو او هټیوالو د خونې رییس عبدالحق عمري وايي:«موږ هیله لرو چې له روسیې ګازو له رارسېدو سره بیې هم راولوېږي او ټولې هغه ستونزې چې د تېلو او کازو په برخه کې دي حل شي.»

اخوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه ډاډ ورکوي، چې اوس مهال نورو هېوادونو ته د افغانستان له لارې د سوداګریزو توکو په تېره بیا د ګازو د ټرانزیټ لاره اواره شوې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وویل:«موږ کولای شو له دې لارې نورو هېوادونو ته د ګازو په صادراتو کې  رول ولوبوي.»

افغانستان د خپلې اړتیا وړ ډېر ګاز او تېل له منځنۍ آسیا او روسیې واردوي. د اقتصادي چارو د شنونکو په وینا د روسیې د ګازو د صادراتو په بېرته پېلېدو سره به د هېواد په بازارونو کې د ګازو د بیې پر ټېټېدو سربېره، افغانستان د روسیې د ګازو د ټرانزیټ له درکه هم ښه عاید ترلاسه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه