Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مېرمنو د صنایعو او سوداګرۍ خونې بېرته خپل فعالیت پیل کړ

د مېرمنو د صنایعو او سوداګرۍ خونې له اوو میاشتو ځنډ وروسته، تېره ورځ په کابل کې خپل فعالیت بېرته پیل کړ.

ځينې سوداګرې ښځې په پلازمېنه کې د افغان مېرمنو د صنایعو او سوداګرۍ خونې د فعالیت له بیا پیله هرکلی کوي او وايي په هېواد کې باید د سوداګرو ښځو ملاتړ وشي.

د افغان مېرمنو د صنایعو او سوداګرۍ خونې سرپرسته له حکومته غواړي چې په کورنیو تړونونو کې ښځو ته ونډه ورکړل شي.

د افغان مېرمنو د صنایعو او سوداګرۍ خونې سرپرسته رویا حافظي وايي:«د دغې خونې یوازینۍ موخه دا ده چې د ښځو سوداګري له سنتي بڼې پرمختللې بڼې ته بدلون وکړي.»

د امریکا د ښځو د سولې او تعلیم پلاوي غړې مسعوده سلطان هم څرګندوي:«موږ غواړو چې له ښځو ملاتړ وشي په ځانګړې توګه د سوداګرۍ په برخه کې.»

ورته مهال د افغانستان د کسبګرو او هټۍوالو خونه وايي چې باید د هېواد د بانکونو له خوا متشبثو مېرمنونو ته له سود پرته کوچني پورونه ورکړل شي.

دغه خونه همدارنګه ټينګار کوي چې د ښځو د لاسي صنایعو او د کورنیو محصولاتو د ودې لپاره دې مناسبه بازارموندنه وشي.

د افغانستان د کسبګرو او هټۍوالو خونې رییس نورالحق عمري وویل:«په هغه صورت کې چې موږ ښځینه بازار ولرو، په پېر او پلور کې د ښځو ستونزې حلېږي.»

ورته مهال د اسلامي امارت چارواکي ډاډ ورکوي له هغو سوداګرو مېرمنو څخه چې دننه په هېواد کې دي ملاتړ وشي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي:«د اسلام مبین دین ته په پام سره ښځو ته دې ښې زمینې برابرې کړل شي، چې هغوی وکړای شي حلال رزق ترلاسه کړي.»

د افغان مېرمنو د صنایعو او سوداګرۍ خونې د شمېرو پر بنسټ، ۸۰۰ مېرمنې د روغتیا، ښوونې او روزنې او لاسي صنایعو په برخو کې په کار بوختې دي او ځينې دغه مېرمنې یوازې د خپلو کورنیو ګټیالۍ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه