د کانونو او پټرولیم وزارت د چین له ام سي سي کمپنۍ له پلاوي سره په کتنه کې وایي چې په لوګر کې د مس عینک کان د پروژې د پیل کولو لپاره ټول شرایط چمتو شوي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، ټاکل شوې ده، د ام سي سي شرکت یو پلاوی د لوګرد مس عینک پروژې د ارزونې لپاره کابل راشي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست چین ته په خپل سفر کې د لوګر د مس عینک د کان په تړاو د ام سي سي شرکت له پلاوي سره خبرې کړې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت الله برهان وویل:«په لومړي سر کې کابو ټولې هغه ستونزې چې پروژې لرلې د اسلامي امارت له لوري تر وروستي حده حل کړې دي.»
بلخوا له تورخمه تر حیرتان پورې د اوسپې پټلۍ جوړېدل، د ۴۰۰ میګاواټه برېښنا په ظرفیت سره د حراتي برېښنا د تولید د دستګاه جوړېدل، د مس عینک د سړک جوړېدل او په افغانستان کې د مسو پروسس د دې پروژې له اختلافي مسایلو ګڼل کېږي.
د سیاسي چارو شنوونکی طارق فرهادي په دې هکله وايي:«چینایان د دې په لټه کې دي چې یوه معامله وکړي چې تر ډېره خپله ګټه یې وي او هغه ونډه چې په کال کې افغنستان ته ورکوي کمه وي.»
په دې لړ کې د اقتصادي چارو ځینې شنونکي، په دې باور دي،چې د ټاپي پروژې د کار پېلېدل د هېواد په اقتصادي وده کې مثبت اغېز لرلای شي.
د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان وویل:«له هغه وخته چې د چین له ام سي سي شرکت سره د مس عینک تړون وشو تراوسه ډېره موده تېره شوې ده ځکه په تېر کې په تړون کې حقوقي او امنیتي مسایلو شتون درلود چې د مس عینک د کان په استخراج کې د ځنډ لامل شو.»
مس عینک د افغانستان یو له تر ټولو لویو کانونو دی، چې تړون یې د چین له ام سي سي شرکت سره لاسلیک شوی او د دې پروژې د کار په پېلېدو سره به، چین ته د شپږ اعشاریه اته مېلیارد مټر مکعبه مسو لېږد پېل شي.
په دې اړه مو اندونه