په کابل کې یو شمېر صنعتکاران د خپلو تولیداتو د پلور لپاره د مناسب بازار له نشتوالي اندېښمن دي. دوی وايي، د دې ستونزو له امله ښايي د دوی کارخونې وتړل شي.
په کابل کې د مصالې يوې کارخونې مسووله وايي، يادې فابريکې دوه کاله وړاندې د يو مېليون افغانيو په ابتدايي پانګې سره کار پيل وکړ، خو اوس د مناسب بازار د نشتوالي له امله تړل کېږي.
د کارخونې مسووله بنفشه احمدي وايي: «وروستي بدلونونه د خلکو اقتصاد په ټپه ودراوه او موږ نهشو کولای خپلو کارمندانو ته معاش ورکړو. که بازار نهوي، زموږ سوداګري به ودرېږي.»
د دې کارخونې یو شمېر کارګران وايي، د اوومه توکو کمښت او بانکي ستونزو د دې کارخونې پرمختګ ستونزمن کړی او د همدې لاملونو له امله د فابریکې یو شمېر کارګران له دندو ګوښه شوي دي.
یوه کارګره شبانه وايي: «په کور کې اووه کسان یوو، یوازېنی کس چې کار کوي، زه خپله یم او دلته چې هم کار کوم، اندېښنه لرم چې ځواب مې نهکړي. کار نهشته او ځینې وخت اوومه توکي هم نهډوي او بانکي ستونزې هم ډېرې دي.»
یو کارګر امرالدین وايي: «سهار اووه بجې راځم او د ماسپښین تر درې بجو پورې په ۱۵۰ افغانیو کار کوم، یو وخت مې په پنځه سوه او ان تر زرو افغانیو پورې کار کوه، خو اوس کار نهشته.»
بلخوا د کابل د صنایعو او کانونو خونه وايي، د اقتصاد وزارت باید د خصوصي سکټور د ودې لپاره لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونه جوړ کړي.
د کابل د صنایعو او کانونو د خونې اجرایوي رییس محمد کریم عظیمي وايي: «په هغه سوداګریو کې چې مېرمنې فعالیت کوي، موږ هیله لرو چې حکومت هغوی وهڅوي او همدراز په خصوصي سکټور او نورو برخو کې چې مېرمنې کار کوي، باید وهڅول شي او د ستونزو د حل لپاره دې په هېواد کې پانګهونې ته زمینه برابره کړي.»
په ټول هېواد کې شاوخوا ۵۰۰۰ کارخونې په بېلابېلو سکټورونو کې فعالیت لري چې له وروستیو بدلونونو راهیسې نږدې دوه زره یې تړل شوې دي.
په دې اړه مو اندونه