یو شمېر سوداګر په بندرونو کې پر هندواڼو د لګول شوي ګمرکي تعرفې له لوړوالي شکایت کوي. دغه سوداګر وايي، د هندواڼو ګمرکي محصول دوه برابره شوی چې له همدي امله په بازارونو کې د هنداڼو بیې هم لوړې شوې دي.
د هندواڼو یو شمېر واردونکي له مالیې وزارته د ګمرکي تغرفې د کموالي غوښتنه کوي، خو د مالیې وزارت وايي، د هندواڼو محصول په بازارونو کې د توکو بیو ته په کتو ټاکل شوی دی.
یو سوداګر عطا محمد وايي: «زه له ایرانه هندواڼې رالېږدوم. له رمضان مخکې په هر ټن پنځه زره افغانۍ محصول راته، خو د رمضان له دوه ورځو تېرېدو وروسته محصول لوړ شو اوس یو تن هنداڼه باندې ۱۳ زره اته سوه افغانۍ محصول راځي.»
یو بل سوداګر احسانالله وايي: «محصولات ډېر دي. واردات امکان نهلري. خلک او سوداګر زیان ویني. د خلکو اقتصاد هم کمزوری دی.»
له دې سره سم، د تازه میوو او سبو ټولنه له مالیې وزارته غواړي چې پر تازه میوو او په ځانګړې توګه پر هندواڼې ګمرکي محصول راکم کړي، څو بیه یې هم راټيته شي. د تازه میوو او سبو ټولنې غړی عبدالرزاق طلوعنیوز ته وویل: «سږ کال دلته هره ورځ نږدې پنځه سوه زره کسان کار کوي.»
خو مالیې وزارت وايي، په بازارونو کې د توکو بیو ته په کتو په کمرګونو کې محصول لوړېږي.
د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي: «موږ په بازار کې پوښتنه وکړه او بیه مو بازار ته په کتو وټاکله، ښکاره ده چې تغرفه لوړه شوه، خو په اصل کې مو تغرفه کې تغیر نهدی راوړی.»
افغانستان د خپلې اړتیا وړ ډېری توکي له ایران، پاکستان او منځنۍ اسیا هېوادونو راواردوي او په ګمرکونو د تعرفې په لوړېدو سره د هېواد په بازارونو کې د توکو بیې هم لوړېږي.
په دې اړه مو اندونه