Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړۍوال بانک افغانستان کې د درې پروژو کار له سره پيل وي

نړۍوال بانک د کرنې، روغتیا او د ژوند لومړنیو اړتیاو په برخه کې د درې پروژو چارې له سره پیل کړې.

رویټرز رپوټ ورکړی دی چې په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ شدت ته په پام سره، د نړۍوال بانک چارواکو پرېکړه کړې ده چې د ۴۵۰ مېلیون ډالرو په ارزښت د دغو درې پروژو کار پيل کړي.
 
د افغانستان مالیه وزارت د نړۍوال بانک له دغې پرېکړې هرکلی کوي، او په دې باور دي چې دغه پروژې به د ډېرو هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابره کړي. 

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي:«د دغو پراختیايي پروژو له عملي کېدو سره، ډېر شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابرېږي او د هېواد اقتصادي وضعیت په برخه کې به ښه اغېز ولري.»

اقتصاد وزارت وايي، د دغو پروژو د کارونو په پیل سره به د هېواد په اقتصاد کې یو څه غوځښت رامنځته شي.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري څرګندوي:«د کرنې په برخه کې به د افغانستان د کرنې د میکانیزه او مدرنیزه کېدو لامل شي او د کورنیو د معیشت په برخه کې به د کورنیو د پېر د توان زیاتوالي لامل شي.»

یوې معلومات لرونکې سرچینې رویټرز ته ویلي، په افغانستان کې اقتصادي ناورین د دې لامل شوی چې، د دغه بانک چارولکي د خپلو درېیو پروژو چارې له سره پیل کړي.

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي په دې باور دي چې، د دغو پروژو د پیلېدو موخه په افغانستان کې له بې وزلۍ سره مبارزه ده.

د اقتصادي چارو شنوونکی حمیدالله یلاني وايي:«د نړۍوال بانک پروژې باید سیاسي نه شي او نه باید په نظامونو او سیاستونو پورې تړلي وي. زه وړاندیز کوم، د دغو درې پروژو ترڅنګ چې نړۍوال بانک یې د پیل پرېکړه کړې ده، د افغانستان د څښاک اوبو پرژوه چې ټاکل شوې وه په کندهار کې پیلې شي، دا پروژه هم پیل شي.»

د نړۍوال بانک د وروستي راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګست راوروسته، په افغانستان کې یو درېیمه د سر په کلني عاید کې کموالی راغلی او نږدې ۳۷ سلنه کورنۍ د خوراکي توکو د پېرلو لپاره کافي پیسې نه لري.
 
نړۍوال بانک د ۶۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت د څلورو بنسټیزو پروژو له منځه، د روغتیا، کرنې او د ژوند د لومړنیو اړتیا په برخو کې د درېیو پروژو چارې پیل کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه