Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت غواړي له ډبرو سکرو برېښنا تولید کړي

د رییس‌الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اقتصادي کمېسیون غونډه کې ویلي، د برېښنا د تولید لپاره دې له ډبرو سکرو ګټه واخیستل شي.

د ریاست الوزرا لومړي مرستيال د انرژۍ او اوبو، کانونو او پټرولېم او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو ته دنده سپارلې چې د افغانستان په صنعتي پارکونو او لويو ښارونو کې له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د توليد لپاره لاره هواره کړي او خصوصي سکتور ته دې لومړيتوب ورکړل شي.

ورته مهال د کانونو او پټرولېم وزارت وايي، خصوصي شرکتونه کولای شي په هېواد کې د ډبرو سکرو په کانونو کې پانګه‌ونه وکړي.

د کانونو او پټرولېم وزارت ویاند عصمت‌الله برهان وايي: «کله چې موږ پر سوداګراو د ډبرو سکاره پلورو هغوی ته شرط نه ږدو. دا د سوداګرو کار دی چې تاجکستان، اوزبکستان او یا هم نورو ګاونډیو هېوادونو ته یې لېږدوي.»

د کانونو او پټرولېم وزارت د شمېرو له مخې، په ټول هېواد کې د ډبرو سکرو څلور ستر کانونه شته. په‌دې لړ کې د افغانستان د کانونو او صنایعو خونه وايي، له ډبرو سکرو تولید شوې برېښنا کولای شي د هېواد د صنعتي کارخونو د برېښنا د کمښت ستونزه حل کړي.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان وايي: «افغانستان د برېښنا تولید په تېره د ډبرو سکرو برښنا ته خورا اړتیا لري، ځکه په هېواد کې ډېر کانونه شته، دا زموږ لپاره توجیه لري او بل‌پلو د دصنعت‌کارانو لپاره د برښنا کمښت او صنعتي وده له برېښنا پرته شونې نه‌ده.»

د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي وايي: «دا د افغانستان لپاره ښه دی، ځکه په ټول افغانستان کې د ډبرو سکرو کانونه شته. موږ کولای شي په هر کان کې د برېښنا تولید خونه جوړه کړو، څو د لویو مزو له غځولو خلاص شو.»

دمګړۍ په هېواد کې ډېری صنعتي کارخونې د برېښنا له کمښت سره مخ دي او دې مسالې بیا د یادو کارخونو پر تولیداتو هم سیوری غوړولی دی.

د وحدت کارخونې مسوول زمری وايي: «د برښنا نه‌شتون یوه ننګونه نه‌ده، څو نورې ننګونې هم په مخ کې پرتې دي، یو دا چې ټول خلک بې‌روزګاره دي، هره کارخونه لږ تر لږه پنځوس کارکوونکي لري، کله چې برېښنا نه‌وي، دا ټول خلک بې‌روزګاره پاتې کېږي.»

د کانونو او صنایعو خونې د مالوماتو له‌مخې، د هېواد په بېلابېلو صنعتي ښارګوټو کې ګڼ شمېر کارخونې د برېښنا د نه‌شتوالي له امله تړل شوي او ځینو یې بیا خپلې پانګې هم له هېواده وېستلې دي.

د کانونو او پټرولېم وزارت د شمېرو له مخې، په ټول هېواد کې د ډبرو سکرو څلور ستر کانونه شته.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه