Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پلازمېنې بازارونو کې د ګازو بیې لوړوالي ښاریان اندېښمن کړي

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وايي، د کابل په بازارونو کې د مایع ګازو هر کیلو ګرام کې څه باندې لس افغانۍ لوړوالی راغلی چې خلک یې د پېرلو توان نه‌لري.

د کابل اوسېدونکی مامور وايي: «د ګازو بیې یوه ورځ ۷۵ افغانۍ او ۶۵ افغانۍ وي. بیې هره ورځ تغیر کوي او یوه ثابته بیه نه‌شته.»

د کابل اوسېدونکي سمیع‌ په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وویل: «د ګازو بیې ورځ تر بلې لوړېږي او دا د هټیوالو لپاره هم یوه ستونزه ده چې د ګازو بیې له لوړېدو او ټیټېدو سره هغوی له ستونزو سره مخامخوي.»

اخوا د تېلو او ګازو دولتي شرکت وایي، د تیلو او ګازو د بیې د ټېټېدو لپاره دا شرکت له منځنۍ اسیا خپل واردات زیاتوي.

د تېلو او ګازو دولتي شرکت د وېش رییس محبو‌ب‌الله مسعود وايي: «موږ هڅه کوو چې له هغوی سره د دولت په کچه تېل او ګاز راولېږدوو چې په راتلونکې کې د دولت او هېواد تقاضا ستونزه حل شي.»

بل‌خوا د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونه د ګازو د بیې د لوړېدو لامل د افغانستان او ایران تر منځ سرحدي ترینګلتیاوې بولي او وایي، د هېواد پنځه ویشت سلنه ګاز له ایران رالېږدول کېږي.

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي: «اصلي علت یې دا دی چې پخوا له ایرانه ګاز رالېږدول کېدل او همداراز د هېواد له لوېدیځه هم، خو اوس‌مهال موږ یوازې له لارو واردات لرو چې د اقینې او حیرتان بندرونه دي.»

افغانستان خپل د اړتیا وړ تېل او ګاز له روسیې، منځنۍ اسیا او ایران واردوي او له دې هېوادونو د تیلو چې ګازو د وارداتو کموالی په هېواد کې د دې توکو پر بیو منفي اغېز کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه