رییسالوزرا د اسلامي امارت د کابینې په غونډه کې اقتصادي کمېسیون ته دنده سپارلې چې د مس عینک کان د استخراج پر وړاندې د شته ستونزو د حل په برخه کې لاس په کار شي او د دې کان تړون وڅېړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «د مس عینک کان د استخراج لپاره یوه بنستیزه حللاره لټول کېږي، بیا دې کړنلارې ته په کتو چارې پر مخ ځي.»
بلخوا د افغانستان د کانونو او صنایعو خونه وایي، د مس عینک په تړون کې باید ټول اختلافي اړخونه حل او د دې کان د استخراج بهیر دې پیل شي.
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان وايي: «د مس عینک کان له تړونه تر دې مهاله ډېر وخت تېر شوی. د دې وخت رارسېدلی چې د چین له اېمسيسي شرکت سره د مس عینک مساله او پخوا چې د نظر اختلاف وو، امنیتي، حقوقي او تخنیکي وو او مسایل دې یوې خوا ته شي. اوس امنیتي ستونزه هم حل شوې ده. حقوقوي او تخنیکي مسایل دې بیا وڅېړل شي او د ملي ګټور پر بنسټ دې د دې کان چارې پیل شي.»
د اقتصادي چارو ځينې شنونکي پهدې باوردي چې د مس عینک له کانه د مسو په استخراج سره به افغانستان په کال کې له ۲۴۰ تر ۳۰۰ مېلیونه ډالرو عاید تر لاسه کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه سیر قریشي وايي: «د تړون پر مهال اته سوه مېلیونه ډالره جوړوي او کولای شي په مستقیم ډول درې تر څلور زرو او په غیر مستقیم ډول شاوخوا پنځه دېرش زره کسانو ته په افغانستان کې کاري زمینه برابره کړي.»
د کانونو او پټرولېم وزارت په ۲۰۰۸زېږدیز کال کې د لوګر د مس عینک تړون د چین له اېمسيسي شرکت سره لاسلیک کړ. د دې تړون پر بنسټ چینایي شرکت ژمن و چې په لومړي پړاو کې به پر دې پروژوه د دوه نیم میلیارډ ډالرو له پانګهونې سره د استخراج چارې پېلوي.
په دې اړه مو اندونه