Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان: له بانکي اجازه‌لیک پرته د افغانستان صادرات نه محصولېږي

د پاکستان مرکزي بانک د دې هېواد ټولو ګمرکونو ته سپارښتنه کړې چې له راتلونکې اوونۍ له بانکي اجازه‌لیک پرته د افغانستان صادراتو ته اجازه و‌ر‌نه‌کړي.

د دې مکتبوب له مخې، پاکستان ته د هېواد ټول صادراتي توکي د بانکي اجازه لیک له لرلو پرته د پاکستان په ګمرکونو کې نه محصول کېږي.

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونه خبرداری ورکوي چې که د پاکستان بانکونه د وارداتو برېښنایي فورمه عملي کړي؛ پاکستان ته به هېواد د صادراتي توکو د لېږد بهیر په ټپه ودرېږي.

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «که پر دې مسایلې بیا کتنه و نه‌شي، له پاکستان سره مو سوداګرۍ په بشپړ ډول درېږي او دا مساله د اندېښنې وړ ده او له اسلامي امارته زموږ غوښتنه ده چې له پاکستان سره خبرې وکړي او دا هېواد تر دوه یا درې میاشتو پورې پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي.»

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په دې باور دی چې پاکستان د هېواد د صادراتو توکو یوازینی بازار نه‌دی او اسلامی امارت د افغانستان د محصولاتو د لېږد په تړاو له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره خبرې کړي دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وايي: «د ټرانزیټ په اړه مو له ګاونډیو سره خبرې کړې دي، موږ ته یې ژمنه راکړې، خو روښانه نه‌ده چې زموږ د حاصلاتو پر مهال پر خپلې ژمنې ولاړ دي که‌نه؟»

بل‌خوا د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي، تر اوسه پاکستان د هېواد پر صادراتو دا فورم معاف کړی دی او د شنبې ورځ په‌دې برخه کې د دې هېواد د ضرب الاجل وروستۍ نېټه ده.

د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې عامل رییس نقیب الله صافی وايي: «د پیسو لېږد په رسمي ډول برېښنايي فورمې ته اړتیا لري چې د مرکزي بانک یې د افغانستان صادراتو ته ورکړي، له‌دې پرته د پیسو لېږد ناشونی دی.»

ورته مهال د اقتصادي چارو یو شنونکی له سوداګرو غواړي چې د پاکستان د پلمو جوړولو له امله دې د هېواد د صادراتو لپاره بدیلې لارې ولټوي. د اقتصادي چارو شنونکی میرشکیب وايي: «د هېواد د بازار لپاره مرکزي اسیا ښه غوراوی دی او پاکستان پرتله د هغوی ستونزې لږې دي.»

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې شمېرې ښيي چې افغانستان په کال کې د څه باندې یو نیم مېلیون ټنه شوکاڼي او د ډبرو سکاره پاکستان ته صادروي او همداراز د افغانستان د میوو او سبو یوه برخه د دې هېواد په بازارونو کې پلورل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه