Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اوکراین جګړې اغیزې؛ افغانستان کې د اوړو او غوړیو بیې لوړې شوي

د پلازمینې په بازارونو کې د اوړو او غوړیو بیو له لوړېدو سره د کسبگرو خونه وايي، په اوکراین کې د جګړې له امله مالیزیا د افغانستان په ګډون ټولو ډېری هېوادونو ته د خپلو غوړیو صادرات کم کړې دي.

افغانستان تر ډېره له اوکراین، روسیې، قزاقستان او مالیزیا اوړه او غوړي رالېږدول. اوس دې هېوادونو یا افغانستان ته خپل صادرات بند کړي او یا هم د دې صادراتو کچه یې کمه کړې ده.

د افغانستان د کسبگرو خونې رییس نورالحق عمري وايي: «اوس‌مهال په هغه سیمو کې جګړه ده او مالیزیا نه‌شي کولای ټولې نړۍ ته غوړي ولېږدوي؛ نو له دې کبله یې یو شمېر هېوادونو ته خپل صادرات کم کړي او په همدې خاطر د غوړیو بیې لوړې شوې دي.»

په کابل کې د پنځوس کیلويي اوړو بیه یوسلو پنځوس افغانیو لوړه شوې او دغه راز د شپاړس لېټره غوړیو بیه هم دوه سوه افغانۍ پورته ختلې ده.

هټیوال عصمت‌الله وايي: «نږدې یو ټیم غوړي درې تر څلور ډالر پورته شوي او یو ټن اوړه څلوېښت تر پنځوس ډالره لوړ شوې دي.»

بل‌خوا‌ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت شمېرې ښيي چې افغانستان په کال کې په منځنۍ توګه د للمي غنمو له یونیم تر دوه نیم میلیون ټنو حاصلات راټولوي، خو سږکال د هوا د ګرمېدو او په ځينو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو له امله للمي غنمو ته زیان رسېدلی دی.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مصباح‌الدین مستعین طلوع‌نیوز ته وايي: «د باران نه ورېدو له کبله للمي غنمو ته زیان رسېدلی دی او نور غنم د سېلابونو له کبله زیانمن شوې دي.»

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې د شمېرو له مخې، افغانستان په کال کې نږدې اووه میلیون ټنو غنو ته اړتیا لري چې سوداګر یې څه باندې دوه نیم ملیون ټنه له بهره راواردوي.

بل‌خوا‌ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، سږکال د هوا د ګرمېدو او په ځينو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو له امله للمي غنمو ته زیان رسېدلی دی.

تصویر بندانگشتی

د پلازمینې په بازارونو کې د اوړو او غوړیو بیو له لوړېدو سره د کسبگرو خونه وايي، په اوکراین کې د جګړې له امله مالیزیا د افغانستان په ګډون ټولو ډېری هېوادونو ته د خپلو غوړیو صادرات کم کړې دي.

افغانستان تر ډېره له اوکراین، روسیې، قزاقستان او مالیزیا اوړه او غوړي رالېږدول. اوس دې هېوادونو یا افغانستان ته خپل صادرات بند کړي او یا هم د دې صادراتو کچه یې کمه کړې ده.

د افغانستان د کسبگرو خونې رییس نورالحق عمري وايي: «اوس‌مهال په هغه سیمو کې جګړه ده او مالیزیا نه‌شي کولای ټولې نړۍ ته غوړي ولېږدوي؛ نو له دې کبله یې یو شمېر هېوادونو ته خپل صادرات کم کړي او په همدې خاطر د غوړیو بیې لوړې شوې دي.»

په کابل کې د پنځوس کیلويي اوړو بیه یوسلو پنځوس افغانیو لوړه شوې او دغه راز د شپاړس لېټره غوړیو بیه هم دوه سوه افغانۍ پورته ختلې ده.

هټیوال عصمت‌الله وايي: «نږدې یو ټیم غوړي درې تر څلور ډالر پورته شوي او یو ټن اوړه څلوېښت تر پنځوس ډالره لوړ شوې دي.»

بل‌خوا‌ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت شمېرې ښيي چې افغانستان په کال کې په منځنۍ توګه د للمي غنمو له یونیم تر دوه نیم میلیون ټنو حاصلات راټولوي، خو سږکال د هوا د ګرمېدو او په ځينو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو له امله للمي غنمو ته زیان رسېدلی دی.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مصباح‌الدین مستعین طلوع‌نیوز ته وايي: «د باران نه ورېدو له کبله للمي غنمو ته زیان رسېدلی دی او نور غنم د سېلابونو له کبله زیانمن شوې دي.»

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې د شمېرو له مخې، افغانستان په کال کې نږدې اووه میلیون ټنو غنو ته اړتیا لري چې سوداګر یې څه باندې دوه نیم ملیون ټنه له بهره راواردوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه