Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هند د افغانستان پر کرنیزو محصولاتو د معافیت موده وغځوله

هند دې هېواد ته د افغانستان صادراتو ډېرېدو په موخه د افغانستان پر کرنیزو محصولاتو د معافیت موده یو کال نوره هم وغځوله.

په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت د یوې اعلامیې له لارې ویلي، د هند د معیارونو پر بنسټ، هر کرنیز محصول باید د هند بازار ته له دننه کېدو وړاندې پر «میټایل برومایډ» یا په بشپړ ډول پروسس شي، خو افغان سوداګر دا ماده نه‌لري او په همدې خاطر یې د افغانستان سوداګرو ته د معافیت موده غځولې ده.

د دې سفارت په خبره، له دې کاره یې موخه سوداګرو ته اسانتیاوې رامنځ‌ته کول دي.

یو سوداګر امید حیدري وايي: «د صادروونکو لپاره یوه ښه لاسته راوړنه ده چې په‌دې سره کولای شي د افغانستان صادرات تر پنځوس سلنې پورې لوړ کړي.»

ورته مهال د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونه وايي، هند ته د افغانستان د صادراتو په کچه کې کموالی راغلی دی او د دې یو علت د هوايي دهلیزونو نشتوالی بلل شوی دی.

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې د مشرتابه غړی خانجان الکوزی وايي: «زموږ لپاره هند تر ټولو ښه بازار دی، خو له بده مرغه چې له تېرو نهو میاشتو مو هند ته التونې نه‌دي کړي.»

د اقتصادي چارو یو کارپوه وايي، په ګمرکونو کې د اسانتیاوو رامنځ‌ته کول د هېواد د صادراتو په ډېروالي مثبته اغېزه کوي.

د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي وايي: «که پاکستان هند ته د واګا له لارې د وچې او تازه مېوې د صادراتو خنډ جوړ نه‌شي، له هند سره سوداګرۍ د افغانستان لپاره ګټوره تمامېږي.»

هند د افغانستان صادراتو لپاره یو غوره بازار دی او د هېواد سوداګر ډېری تولیدات د واګه، کراچۍ او د ایران د چابهار له لارې هند ته لېږدوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه