د پلازمېنې کابل په بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوي. يو شمېر تېل پلورونکي وايي، له يوې اوونۍ را پهدې خوا د یو لېټر تیلو بیه تر لس افغانیو پورې لوړه شوې ده.
په وروستیو دوو ورځو کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر د ارزښت لوړېدو په بازارونو کې د تېلو او ګازو پر بیو منفي اغېز کړی دی.
د تېل پلورونکو په وینا، د افغانۍ پر وړاندې د ډالر د ارزښت زیاتېدل او په نړیواله کچه د تېلو د بیو لوړېدل د پلازمېنې په بازارونو کې هم د تېلو د بیو د لوړېدو دوه لاملونه دي.
د تېلو ټانک یو کارګر عبدالمعروف وايي: «تېل له ایرانه رالېږدول کېږي، په نړیوال بازار کې د تېلو بیه لوړه شوې، د اوکراین او رویې جګړه چې پیل شوه، تېل هم ګران شول.
ورته مهال په حیرتان بندر کې د سوداګرو ټولنې مرستیال اجمل نادر صافی وايي: «یو علت یې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت لوړېدل دي.»
په پلازمېنه کې یو شمېر موټر چلوونکي وایي، د تېلو د بیو لوړېدو یې عاید د پام وړ کم کړي دي.
موټر چلوونکی اجمل وايي: «ورځ تر بلې بیې له اندازې ډېرې لوړېږي، یوازې تېل نهدي، د هر څه بیه همداسې لوړېږي، کار هم نهشته، خو خپله هڅه کوو.»
بلخوا د سوداګرۍ او پانګهونې خونه وایي، سوداګر د تېلو د پېرلو لپاره بهر ته د پیسو د لېږد په چاره کې له ستونزو سره مخ دي.
د سوداګرۍ او پانګهونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «حواله ډېره ګرانه شوې، موږ په حوالو تېل پېرو، په سل زره افغانیو درې نیم تر څلور زره افغانیو پورې کمېشن راځي چې دا هم ستونزه لري.»
افغانستان تر ډېره خپل د اړتیا وړ تېل د منځنۍ اسیا له هېوادونو او ایرانه رالېږدوي او افغانستان د نورو هېوادونو پرتله له روسیې او د منځنۍ اسیا له هېوادونو د تېلو په رالېږدولو کې له ستونزو سره مخ دی.
په دې اړه مو اندونه