Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان له وارداتي برېښنا څه باندې ۱۰۰ مېلیونه ډالره پوروړی دی

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، افغانستان له ازبکستان او تاجکستانه د وارداتي برېښنا له کبله څه باندې سل مېلیونه ډالره پوروړی دی.

د دې وزارت ویاند زیاتوي، د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ځانګړې توګه د ازبکستان او تاجکستان بانکونه اوس د پیسو په لېږد کې له ستونزو سره مخ دي او همدا ستونزه د برېښنا شرکت لپاره د دې سبب شوې چې خپل پورونه پرې نه‌‌کړای شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند اختر محمد نصرت همداراز وايي، د اوبو او انرژۍ وزارت هڅه کوي چې د برېښا پیسې ورکړي.

ښاغلی نصرت وايي: «ازبکستان خپله ستونزه لري، موږ غواړو پیسې ورکړو، خو په بانکونو کې ستونزه ده.»

ورته مهال د افغانستان برېښنا شرکت پخوانی رییس امان‌الله غالب وايي، افغانستان هر کال د منځنۍ اسیا هېوادونو په تېره ابکستان ته درې سوه مېلیونه ډالره د برېښنا د پېرلو لپاره ورکوي.

ښاغلی غالب وايي: «افغانستان خپله ډېره برېښنا له ازبکستانه اخلي، په کال کې شاوخوا ۱۰۸ مېلیونه ډالره ده، وروستۍ ستونزه د برېښنا د بېل د ورکړې ده، له دې وړاندې خصوصي بانکونو له لارې پیسې ورکول کېدې، خو د اوکرایین له جګړې وروسته د ګاونډ روسيې بانکونه پیسې نه‌شي اخیستلای.»

بل‌خوا د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په‌دې اند دي چې د افغانستان برېښنا شرکت بباید په کورنۍ برېښنا ډېره پانګه‌ونه وکړي.

د کابل اوسېدونکی نور اغا وايي: «نن سبا برېښنا له لومړنیو اړتیاوو بلل کېږي، دولتونه اړ دي چې خلکو ته برېښنا ورسوي. دا خپله یوه ستونزه ده چې له دومره پرېمانه اوبو سره-سره بیا هم له ازبکستانه برېښنا وارېدېږي.»

له دې وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې ویلي وو چې افغانستان له اتیا سلنې ډېره برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي او که دا هېوادونه خپله برېښنا پرې کړي، له لس مېلیونو ډېرو افغانانو کورونه به تیاره شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه