Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خصوصي شرکتونو ته د کرومایټ ډبرو کانونو سپارل

د کانونو او پټرولېم وزارت وايي، د کرومایټ ډبرو د لسو کانونو د داوطلبۍ په پروسه کې له ۲۰۰ ډېرو شرکتونو ګډون کړی و چې په پایله کې یې د دې کانونو د استخراج چارې لسو خصوصي شرکتونو ته وسپارل شوې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وایي، د دې کانونو د سروې او بلاک‌بندۍ چارې پای‌ته رسېدلي او په وینا یې یاد وزارت هڅه کوي چې د هېواد کانونه په روڼ ډول استخراج شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وايي: «هر کان په جلا ډول بلاک‌بندي شوی دی، وروسته د د راډېو، ټلوېزیون او ټولنیزو رسنیو له لارې د هر کان ځانګړنې جلا-جلا اعلان شوي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت زیاتوي، د دې وزارت څارونکي به د یادو شرکتونو د کېندنو له بهیره هم څارنه کوي.

د شهاب الدین دلاور په خبره: «د هر ګټونکي شرکت لپاره درې کسان ورکوو چې یو یې انجنیر وي، موږ سل انجنیران لرو او په هر کان کې یو انجنیر وي چې کانونه په سم مسلکي ډول استخراج کړي.»

په‌دې داوطلبۍ کې د ګډون کوونکو ۲۰۹ شرکتونو له ډلې لس هغه یې ګټونکي اعلان شول. د یو شمیر ګټونکو شرکتونو مسوولان وايي، د کرومایټ کان د کېندنو له پیل سره به خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

د اطمنان ملي شرکت اداري مدیر سمیع‌الله وايي: «ټاکل شوې په‌دې پروژه کې د ملي پراختیا شرکت د کانونو او پټرولېم وزارت ته ۳۰ زره افغانۍ ریالیټي ورکړي.»

د کرومایټ ډبرې په لوګر، پروان، کندهار، زابل، خوست او کابل ولایتونو کې شته چې د کېندنو د چارو له پیلېدو سره به یې یو شمېر هېوادوالو ته د کار پیدا کيدو تر څنګ د حکومت عواید هم زیات شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه