Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سوداګر: بهر ته د پیسو د لېږد بهیر کې لا هم ستونزې شته

ځينې سوداګر ادعا لري چې له هېواده بهر ته د پیسو د لېږد بهیر کې لاهم ستونزې شته.

له هېواده بهر ته د پيسو لېږد او بانکي معاملې په افغانستان کې د جمهوریت له پاشل کېدو سره هم مهاله له ستونزو سره مخ شو او تراوسه خپل عادي حالت ته نه دی راستون شوی؛ افغان سوداګر له نړۍوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان پر بانکونو بندیزونه لغوه کړي.

سوداګر محبوب الله محمدي وايي:«له نړۍوالې ټولنې، له نړۍوالو او کورنیو بانکونو څخه زموږ هیله دا ده چې په دې برخه کې د افغانستان له خلکو په ځانګړې توګه له سوداګرو چې په هېواد کې د کارموندنې د رامنځه کېدو اصلي لامل دي، همکاري وکړي.»

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونه وايي چې له هېواده بهر ته د پیسو په لېږد کې د ستونزو له امله د اومه توکو او اړینو ماشین الاتو پېر ځنډېدلی دی.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې مرستیال سخي احمد پيمان وویل:«د افغانستان پر بانکونو له اقتصادي بندیزونو وروسته، د دغو ستونزو یوه برخه حل شوه، خو لاهم د پیسو په لېږد او ټي ټي کې چې موږ اومه توکي افغانستان ته داخل وو، ستونزې شته.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې ډېری سوداګر خپلې پیسې له لوړ کمېشن سره د صرافیو له لارې له هېواده بهر ته لېږدوي او له دې لارې لېږد د توکو بیه لوړه کړې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«سوداګري ورځ په ورځ کمه شوې چې د خوراکي توکو او نورو توکو بیه لوړه شوې ده، زه فکر کوم چې سږ کال د افغانستان سودګرۍ شل تر  پنځه ویشت سلنې کمښت موندلی دی.»

خو د افغانستان مرکزي بانک دغه ادعاګانې ردوي او وايي چې دم ګړۍ د پیسو لېږد په عادي توګه جریان لري.

د مرکزي بانک ویاند صابر مومند وايي:«د افغانستان د مرکزي بانک د مخکینۍ اعلامیې په مطابق د سوداګرو د پيسو پر لېږد بندیز لېرې کړل شوی دی او هغوی کولای شي چې خپلې پیسې ولېږدوي او دغه بهیر په عادي توګه جریان لري.»

افغانستان تر ډېره په وارداتو متکی دی او د خوراکي او غیر خوراکي توکو ستره برخه له بهره وارد وي او د افغانستان د سوداګریز بیلانس کسر څه باندې ۸۰ سلنې ته رسېږي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه