Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل هوايي ډګر د ګمرک ریاست عوایدو ډېرېدو ته خوشبیني

د کابل هوايي ډګر د ګمرک رياست وايي، د کابل هوايي ډګر له نوي تړون سره به د وارداتي توکو له درکه د دې رياست عوايد ډېر شي.

د دې رياست شمیرې ښيي چې په تېرو اتوو مياشتو کې د کابل هوايي ډګر ګمرک نږدې ٤٣٠ مېليونه افغانۍ عوايد تر لاسه کړي دي.

د کابل هوايي ډګر د ګمرک رییس عبدالمنان مخلص وايي: «اوس تړون شوی دی او د هېواد عواید به ډېر شي. اوس د الوتنو کموالی یوازېنۍ ستونزه ده.»

ورته مهال د کابل هوايي ډګر د سوداګرو ټولنه وايي، د بهرنیو الوتنو د کموالي له امله د کابل هوايي ډګر له لارې د توکو د واردولو کچه کمه شوې ده.

د کابل هوايي ډګر د سوداګرو ټولنې رییس اسدالله اکا وايي: «پخوا الوتنې ډېر وې، خو اوس نه‌شته. له اسلامي امارته غواړو چې له نړۍ سره اړیکې جوړې کړي.»

افغانستان ته یو شمير توکي له کابل هوايي ډګره راوړل کېږي او هر توکی چې راولېږدول کېږي، باید لومړی د کابل هوايي ډګر په ګمرک کې فلټر شي.

یو سوداګر چې له امریکا یې د برېښنا وسایل افغانستان ته راوړي وايي، د پخوا پرتله اوس د کابل هوايي په ګمرک کې اسانتیاوې رامنځ‌ته شوې دي.

سوداګر صفي‌الله الکوزی وايي: «مخکې به مو ګمرکي چارې په یوه یا دوه ورځو کې بشپړولې، خو اوس همغه چارې په یو یا دوه ساعتونو کې بشپړېږي.»

د کابل هوايي ډګر د کمرک مرستیال احمد ضیاء معصومي وايي: «د سوداګرو او نړیوالو موسسو لپاره مو یو مرکز جوړ کړ او ډېر ژر به غوره اسانتیاوې رامنځ‌ته شي.»

مالیې وزارت وايي، افغانستان تر ډېره بریده خپل عواید د ګمرکونو او مالیې ورکوونکو له درکه تر لاسه کوي او هېواد ته د توکو رالېږد په کموالي سره عواید هم کمېږي. دې وزارت اټکل کړی چې د کال تر پایه به د ګمرکونو او نورو عوایدو سرچینو څخه ۱۸۶ مېلیارډ افغانۍ تر لاسه کړي.

مالیې وزارت وايي، افغانستان تر ډېره بریده خپل عواید د ګمرکونو او مالیې ورکوونکو له درکه تر لاسه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه