پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو کچې زیاتوالی موندلی دی. د مالیې وازرت وايي چې واک ته د اسلامي امارت د بیا رسېدو له مهاله تراوسه، له هېواده بهر ته په ځانګړې توګه پاکستان ته دوه مېلیونه ټنه د ډبرو سکاره صادر شوي دي.
رویټرز رپوټ ورکړی دی، چې د اندونیزیا له لوري د ډبرو سکرو پر صادراتو حیرانوونکي بندیز او په اوکرایین کې جګړې د ډبرو د سکرو بیه خورا لوړه کړې ده.
اوس د افغانستان د مالیې وزارت وایي، چې د افغانستان ترټولو ډېر د ډبرو سکاره پاکستان او چین ته صادرېږي.
د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل څرګندوی:«واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره موږ څه باندې دوه مېلیونه ټڼه د ډبرو سکاره له هېواده بهر ته صادر کړي دي او موږ څه باندې څلور مېلیونه افغانۍ محصول ترلاسه کړی دی.»
مالیې وزارت د ډبرو پر سکرو تعرفه لس سلنه لوړه کړې ده. رویټرز د پاکستان د یوه چارواکي له خولې لیکلي دي چې اسلام آباد په میاشت کې له افغانستان نه ۵۰۰ زره ټنه د ډبرو سکاره واردولای شي.
خو د صنایعو او کانونو خونه وایي چې په کابل کې د ډبرو د سکرو د بیو لوړېدو د هېواد پر تولیدي فابریکو هم منفي اغېز کړی دی.
د صنایعو او کانونو خونې رییس سخي احمد پیمان وویل:«پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو زیاتوالی یو ښه خبر دی؛ خو په کورنیو بازارونو او صنعت کاران یې د ډبرو سکرو د بیې له سل په سلو کې له زیاتوالي سره مخ کړي دي.»
دلته د کابل ښار د لرګیو په یو شمېر پلورنځیو کې ډېری پلورونکو د بیې د لوړېدو له امله د ژمې لپاره د ډبرو سکاره نه دي پېرلي.
د لرګیو یو شمېر پلورونکي وایي چې د ډبرو د سکرو د بیې لوړېدو د لرګیو پر بیې هم منفي اغېز کړی دی.
د لرګیو پلورونکی عبدالعزیز وايي:«د ډبرو سکاره چې نه وي لرګي هم پورته خېژي او په یوې میاشت کې د لرګیو په یوه ټن کې کابو زر افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.»
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، په شمالي ولایتونو کې څلورځایي شرکتونه د ډبرو سکرو پر استخراج بوخت دي. د افغانستان د ډبرو سکرو کانونه په بدخشان ولایت کې د هندوکش له غرونو تر هرات ولایت پورې د کمربند په بڼه پراته دي.
په دې اړه مو اندونه