Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل او تهران تر منځ د سوداګرۍ ګډه خونه جوړېږي

افغانستان او ایران د حقوقي او سوداګریزو ننګونو د حل په موخه «د سوداګرۍ ګډه خونه» جوړوي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وایي، په نږدې راتلونکې کې به د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډه خونه خپل فعالیت پیل کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي یو غړی وایي، په‌دې تړاو یې د ایراني پلاوي له مدیره پلاوي سره په کابل کې کتلي دي او د تګلارې او ډيټابېس پر جوړېدو یې خبرې کړې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي: «د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اوسني قانون له مخې موږ باید دا وړاندیز سوداګرۍ وزارت ته وکړو او له بهرنیو چارو وزارته یې منظوري واخلو او په پای کې موږ ته اجازه راکول کېږي چې موږ خونه جوړه کړو، وروسته بیا خونه خپله بنسټ‌پاڼه او تګلاره لري. موږ هڅه کوو چې د کال تر پایه دا خونه جوړه کړو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، دواړه لوري د سوداګرۍ د ګډې خونې د جوړېدو په تړاو هوکړې ته رسېدلي دي چې د دې خونې په جوړېدو سره به د هېواد د سوداګرو ستونزې حل شي.

بل‌خوا یو شمېر سوداګر د افغانستان-ایران د سوداګرۍ د ګډې خونې جوړېدل د کابل او تهران تر منځ د صادراتو  او وارداتو د ودې لپاره مهم بولي.

د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري وايي: «د افغانستان او مرکزي اسیا په بازارونو کې ایراني توکو ته د لېږد په برخه کې اسانتیاوې رامنځ‌ته کول کولای شي ایران ته په ګټه تمامه شي.»

بل‌خوا د شیخ ابونصر فراهي بندر په لومړي ځل پر ټرانزیټي بندر بدل شوی دی. د فراه ولایت د ځمکني ټرانسپورټ د ادارې مسوولان وایي، د هېواد سوداګر کولای شي چې تر دې وروسته د دې بندر له لارې له ایران سره سوداګریزه راکړه ورکړه وکړي.

د فراه د ځمکني ټرانسپورټ رییس حکمت الله سبحاني اغا وايي:«د نصر فراهي بندر چې د دې ولایت په لوېدیځ کې له ایران سره پر پوله پروت دی، تر دې مهاله په رسمي ډول ټرانزیټ شوی نه‌دي، خو کار پرې پیل شوی دی.»

افغانستان له پاکستان او تاجکستان سره د سوداګرۍ ګډې خونې لري او تمه کېږي چې له چین سره د سوداګریزو اړیکو د ښه کېدو لپاره هم د سوداګرۍ ګډه خونه جوړه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه