نړۍوال بانک د نړۍ د اقتصاد په تړاو په خپل ۱۷۶ مخیز راپور کې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته هم کتنه کړې ده.
دغه بانک همدارنګه زیاتوي چې د روسیې او اوکراین جګړې په نړۍ کې د خوراکي توکو پر بیې په ځانګړې توګه د افغانستان په څېر هېوادونو منفي اغېزې لرلې دي.
نړۍوال بانک په دغه راپور کې د هېواد پر اقتصادي وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره وایي چې افغانستان ته د نړۍوالو مرستو له دوام سره سره، لاهم په دغه هېواد کې اقتصادي او ټولنیز وضعیت کړکېچن دی.
نړۍوال بانک د راپور په یوې برخه کې راغلي:«له نړۍوالو مرستو سره سره چې د ۲۰۲۱ په اګسټ میاشتې کې په ناڅاپي توګه ودرول شوې، د افغانستان اقتصادي او ټولنیز وضعیت لاهم نازک دی. اقتصاد پاشل شوی، کارموندنه او د خوړو او انرژۍ په ګډون واردات نیمایي شوي دي او احتمالاً حکومتي لګښتونه د ۲۰۲۱ له اګسټ میاشتې وروسته درې - څلور برابره کم شوي دي. وروستۍ څېړنې ښيي چې درې پر څلورمه برخه کورنۍ د خپلو بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ناڅېزه عاید لري.»
د اسلامي امارت جګپوړی غړی انس حقاني وايي:«د ټولو اخلاقي او امانتدارۍ د اصولو پر خلاف، د افغانانو شتمنۍ کنګل کېږي. چې لا ډېر په فقر کې ډوب یوو، نو دلته یوازې له فقر سره مبارزه نه کېږي، بلکې دلته د جنګي او سړي خور اقتصاد ریښې هم باید وایستل شي.»
دغه راز د نړۍوال بانک د راپور په یوې برخه کې راغلي دي چې د روسیې او اوکرایین ترمنځ سیاسي ترینګلتیاوو په نړۍ په تېره بیا د افغانستان په څېر هېوادونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې کړې دي.
په دغه راپور کې افغانستان د وارداتي هېوادونو د نوملړ په سر کې راغلی دی.
هټۍوال مسیح الله وویل:«نرخ ډېر لوړ دی د تېر کال پرتله یې حتا دوه تر درې برابره لوړ ختلی دی.»
د نړۍوال بانک رپوټ ښيي چې د جمهوري نظام تر سقوط او په افغانستان کې د نړۍوال بانک د فعالیت له درېدو وروسته لیدل کېږي چې له ۲۰۲۰ کال وروسته په هېواد کې د سړي سر د عاید رسمي شمېرې نشته.
د مالي او بانکي چارو شنونکی سیر قریشي وايي:«بېلابېل عوامل له ځان سره لري، لکه کووېډ نولس، سیاسي بدلونونه چې په افغانستان کې رامنځته شوي دي.»
تردې مخکې، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رپوټ ورکړی و چې په هېواد کې کورنی ناخالص تولید نږدې پنځه مېلیارد ډالرو ته راکم شوی دی او د افغانستان د سړي سر عاید په کال کې ۳۵۰ ډالرو ته رسېدلی دی.
په دې اړه مو اندونه