Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د دوو کارخونو د فعالیت پيل

هېواد کې د اقتصادي کړکېچ په اوج کې، د هرات په صنعتي ښارګوټي کې دوې کارخونې د څلور مېلیونه ډالرو په ارزښت فعاله شوې دي.

دا کارخونې د نساجي او اکسیجن د تولید په برخه کې فعالیت کوي.

د اکسیجن د تولیدي کارخونې مسوول ناصر ایوبي وايي:«موږ د ورځې کابو زر ډبې تولید لرو چې د هېواد د لوېدیځ حوزې اړتیاوې په بشپړه توګه رفع کوي او حتا کولای شوو ولایتونو او نورو حوزو ته هم واستوو.»

د منځلو توکو د تولید کارخونې مسوول جاوېد قادري هم وايي:«موږ په لومړیو کې ۱۲ تر ۱۳ تنو پرسونل درلود چې اوس ۳۵ تنو ته لوړ شوی دی.»

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر چې د دغو کارخونو د پرانیستو په موخه هرات ولایت ته راغلی وایي، په وروستیو میاشتو کې پانګونو او د تولیدي کارخونو جوړولو ته د خلکو لېوالتیا زیاته شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نور الدین عزیزي وویل:«هغه وروڼه چې دننه په افغانستان کې دي او یا هم بهر دي او د پانګونې هوډ لري، ښه موقع ده. په ځانګړې توګه لرغونی هرات د پانګونې لپاره ښه او چمتو بستر دی.»

د هرات د کانونو او صنایعو خونې رییس حمیدالله خادم وايي:«په درې او څلور میاشتو کې کابو ۲۰ سلنه کارخونې بېرته پرانیستل شوې دي او هیله لرو چې د کال تر پایه د ټولو کارخونو د پرانیستو شاهد واوسوو.»

د هرات د کانونو او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، وروستیو کلونو کې تر دوه سوه زیاتې کارخونې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې غیر فعاله شوې او خاوندانو یې خپلې پانګونې له هېواده د باندې ایستلې دي؛ خو یو شمېر نور پانګوال بیا په کور د ننه پانګونې ته هیله من دي.

د مسوولینو په خبره، د دې کارخونو په فعالېدو سره، لسګونه کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې ده.

د صنعتي کارخونې کارکوونکی وحید احمد احمدي څرګندوي:«موږ ۴۵ تنه یوو چې دلته کار کوو او د کار زمینه برابره ده.»

بل خوا دلته د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ شوی دی.

 هرات کې د صنایعو خاوندان له ګاونډیو هېوادونو د توکو له واردولو شکایت کوي.

د درملو تولیدي کمپنۍ استازي محمد امین جامي وویل:«موږ له دغه حکومته تمه لرو چې ملاتړ مو وکړي چې دغه د لوړ کیفیت لرونکي توکي د افغانستان له پولې هم واوړي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي، تمه لري تر راتلونکې یوې میاشتې یو بل صنعتي ښارګوټی هم په هرات ولایت کې فعال شي. دا ښارګوټی به د سیمټو پروژې ته څېرمه د دغه ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې جوړ شي. د دې ښارګوټي زیات شمېر کارخونې به د کورنیو کرنیزو توکو د بسته بندۍ په برخه کې فعالیت کوي.
 
بل خوا دلته د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ شوی دی. هرات کې د صنایعو خاوندان له ګاونډیو هېوادونو د توکو له واردولو شکایت کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه