Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روسیې له خوا د افغانستان پر صادراتو د ګمرکي محصول معاف کېدل

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، چې د روسیې تجارتي اتشې له سوداګرو او پانګوالو سره په کتنه کې ژمنه کړې چې ګمرکي محصول به معاف کړي او د هېواد صادراتو ته به لار هواره کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، ډېر ژر به روسیې ته د صادرېدونکو سوداګریزو توکو نوملړ جوړ شي او د دغه بهیر په بشپړېدو سره به د هېواد پر صادراتي توکو د روسیې ګمرکي معافیت بهیر هم پیل شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خیرالدین مایل وویل:«موږ د صادراتو په هکله د اسانتیا غوښتنه وکړه؛ هغوی له موږ سره د یوه جدول په لړ کې دوی زموږ څو قلمه صادراتي توکو ته د ګمرکي معافیت ژمنه کړې ده.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست پر دې باور دی چې، اوس د هېواد پر سوداګریزو صادراتي توکو د روسیې د ګمرکي محصول د لوړوالي له امله مسکو ته د کابل د صادراتو کچه ټيټه ده.

روسیې ته د افغانستان وچه مېوه او په ځانګړې توګه ممیز صادرېږي.

د پانګونې او سوداګرۍ خونې سرپرست محمد یونس مومند څرګندوي:«د روسیې ګمرکي محصلولات پر موږ، ازبیکستان او تاجیکستان یو ډول وو، دا چې موږ ته یې معافیت راکړی دی، فکر کوم ښه کار دی.»

د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولین وايي، د هېواد د کرنیزو محصولاتو لپاره روسیه تر نورو مناسب بازار دی اوپه وینا یې هر کال منځنۍ اسیا او روسیې ته میوې او سبزیجات صادرېږي.

د کرنې او مالدارۍ خونې غړی میرویس حاجي زاده څرګندوي:«له اوسنۍ موکې باید سمه استفاده وشي چې ډېر صادارت ولرو ټرانزیټ دې له حیرتانه تر روسیې دې د واګونونو په واسطه وشي.»

د کرنې او مالدارۍ خونې د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان یوازې پروسږکال شاوخوا ۸۰ زره ټُنه کچالو روسیې ته صادر کړي او دم ګړۍ مسکو ته د پیازو صادرات روان دي.

له بلې خوا د کرنې او مالدارۍ خونه په دې باور ده چې د مېوو او سبزیجاتو د ګرمکي محصول معافیت د افغانستان د صادراتو په زیاتوالي کې اساسي رول لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه