Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ننګرهار له هوايي ډګره د ملکي الوتنو پيل

د ننګرهار له هوايي ډګره د ملکي الوتکو الوتنې پيل شوې دي. د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت وايي، له دغې هوايي ډګره به په اوونۍ کې درې، څلورو الوتنې کېږي او د ننګرهار هوايي ډګر کې ټول خدمات د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت له خوا به مخته یوړل شي.

د ننګرهار هوایي ډګر له دوو لسیزو وروسته ملکي الوتنو ته چمتو شوی دی. د ټرانسپورټ وزارت وایي، چې دغه وزارت هڅه کوي، چې دغه هوایي ډګر نور هم تجهیز کړي.
 
د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي:«د اسلامي مارت له راتګ سره موږ دغه میدان بیا پيل کړ او اوس هم پر هغو تجیهزاتو چې ورته اړتیا وه موږ کار کړی دی او هغه تجهیزات به ان شاالله بشپړ شي او همدارنګه هغه تشکیل چې د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت له خوا رامنځته شوی، هلته ځای پر ځای شوی دی.»

د ټرانسپورټ وزارت پخوانی مرستیال په دې بارو دی چې د ننګرهار په هوایي ډګر کې به د ملکي الوتنو له پېلېدو سره د څلورو ولایتونو خلک له دغه هوایي ډګر نه ګټه پورته کړي.
  
د ټرانسپورټ وزارت پخوانی مرستیال امام محمد وریماچ څرګندوي:«د ننګرهار له هوايي ډګره د ملي الوتنو پیل یو ښه اقدام دی او د مشرقي څلورو ولایتونو ، لغمان، نورستان، کونړ او همدارنګه د خپله ننګرهار لپاره به یو ستر سهولت وي.»

بل خوا د ننګرهار یو شمېراوسېدونکي په دغه هوایي ډګر کې د ملکي الوتنو پېلېدو ته خوښ دي.

د ننګرهار اوسېدونکی امان الله اندړ وايي:«له اقتصادي پلوه هغه پیسې او توکي چې د ځمکې له لارې استوو، په لار کې خطرونه شته، چې له نېکه مرغه دا ستونزې هم حل شوې.»

د ننګرهار یو سوداګر له ټرانسپورټ وزارته غواړي چې د ننګرهار له هوایي ډګره د نړۍوالو الوتنو لار هواره کړي، څو د دغه هوایي ډګر له لارې د هېواد سوداګریز توکي نورو هېوادونو ته هم صادر شي.

سوداګر زلمی عظیمي څرګندوي:«د اسلامي امارت له مشرانو زموږ غوښتنه دا ده چې دغه هوايي ډګر نړۍوالو الوتنو ته هم چمتو کړي، زموږ هوايي دهلیزونه هم چمتو شي، چې خپل سوداګریز توکي له هېواده بهر ته واستوو.»

د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت وایي چې په تېرو دوو لسیزو کې امریکايي او ناټو ځواکونو د ننګرهار له هوایي ډګره د نظامي موخو لپاره کار اخیست.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه