وروستيو بارانونو چې په ترڅ کې یې سیلابونه راووتل، د هېواد په څه باندې لسو ولایتونو کې یې کرنیزې ځمکې زیانمنې کړې دي. طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وایي، د سېلابونو راوتلو له امله تر پنځه زره جریبه ډېره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال غلام غوث ناصري وايي: «شپاړس کسان شهیدان شوي، یو کس ټپي دی، څلور سوه څلوېښت کورونه په قسمي او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي. څه باندې پنځه زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او په اټکلیز ډول شپږه یوه پنځوس څاروي هم مړه شوي دي.»
خو بلخوا د کرنې او مالدارۍ خونه وايي، تر ډېره بریده د پیازو او غنمو کرنیزو ځمکو ته زیانونه اوښتي دي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجيزاده وايي: «د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو له کبله ډېره اوبهییزه او کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او بزګرانو ته زیان اوښتی دی. تر ډېره بریده کرنیزه ځمکه په تېره د پیازو او غنمو ځمکې ویجاړې شوي او بزګرانو ته درانه زیانونه اوښتي دي.»
بلخوا د ننګرهار او میدان وردګو ولایت یو شمېر کروندګر وایي، کرنیزې ځمکې یې د کال په پېل کې د بارانونو د نه ورېدو او اوس د سېلابونو د راوتلو له امله په جدي توګه زیانمنې شوې دي.
د ننګرهار یو بزګر عزیز وايي: «د غنمو فصل پر مهال د وچکالۍ له کبله مو فصلونه خراب شول او غنمو نیم حاصل ورکړی دی او اوس د بارانونو له کبله مو ټول حاصلات ویجاړ شول.»
په وروستیو څو ورځو کې، ننګرهار، کونړ، بدخشان، نورستان، لغمان، پنجشیر، پروان، کابل، کاپيسا، میدان وردګ، بامیان، غزني، لوګر، سمنګان، سرپل، تخار، پکتیا، پکتېکا، خوست او دایکنډي هغه ولایتونه دی چې سیلابونه پهکې راوتلي دي.
په دې اړه مو اندونه