Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند له افغانستان سره د مرستو په لړ کې درې زره ټنه غنم رالېږدوي

افغانستان ته د هند د مرستو په لړ کې، د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې هېواد به یې افغانستان ته درې زره ټنه غنم ولېږي.

دې وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي: «افغان ولس ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره زموږ ژمنه لا هم پر ځای ده. تر اوسه هند د خوړو له نړیوال پروګرام سره په همکارۍ ۳۳ زره او ۵۰۰ ټنه غنم افغانستان ته لېږلي دي.»

ورته مهال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په اوسنیو شرایطو کې د هند دا ډول مرستې مهمې ګڼي او وايي، که چېرې دا ډول مرستې د اسلامي امارت له مسوولانو سره په همغږۍ ووېشل شي؛ ډېرې اغیزناکې به وي.

یاد وزارت د هند د مرستو د هرکلي ترڅنګ وايي، په هېواد کې د وروستۍ وچکالۍ له امله د غنمو حاصلات هم کم شوي دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وايی: «د هغه خلکو چې اقتصاد کیې ضعیف دی او هغه سیمې چې اړتیا په‌کې ډېره ده، د بهر خلکو پرتله حکومت یې په اړه ډېر مالومات لري.»

له دې سره سم، په کابل کې یو شمېر هټیوال وايي، د تېر کال تله سږکال په بازارونو کې د اوړو بیې ډېرې لوړې شوي او د غنمو دا ډول مرستو او له نورو هېوادونو د اوړو په واردېدو سره به دا بیې بېرته راولوېږي.

بل‌خوا د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي پر اسلامي امارت غږ کوي چې د نړیوالې ټولنې مرستې په روڼ ډول اړمنو ته وویشي.

د کابل اوسېدونکی محمد شریف وايي: «اړمنو کسانو ته مرستې نه‌ رسېږي. دا مرستې باید د زلزلې زیانمنو ته ورسېږي او هغه کسانو ته چې غریب دي او د څولارې لارې پر سر د کار په تمه ولاړ دي.»

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالوماتو له مخې، د تېرو کلونو تله سږکال به د غنمو په حاصلاتو کې کمښت راشي. د ویلو ده چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې له روسیې سره د غنمو د واردولو لپاره د دې هېواد له خصوصي سکټور سره یوه هوکړه هم لاسلیک کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه