Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو زیاتوالی

پاکستاني ورځپاڼو لیکلي دي چې اسلام اباد له افغانستانه د ورځې کابو درې زره ټنه د ډبرو سکاره وارد وي. او پتیل کېږي چې دا کچه په ورځ کې شلو زرو ټنو ته ورسېږي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د افغانستان د ډبرو سکرو پېر په پاکستانۍ کلدارې ترسره کېږي.

د دغې ورځپاڼې د راپور له مخې، پاکستان د زغالو د لېږدولو لپاره غواړي په سیبي، کنډیان او خوشحالکوټ سیمو کې د اوسپنې پټلۍ جوړې کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، پاکستان ته د زغالو د صادراتو چارې د کورنیو شرکتونو له لوري ترسره کېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت الله برهان وویل:«موږ د ډبرو سکرو په هکله له کوم بهرني هېواد سره او یا هم له کوم بهرني شرکت سره هېڅ ډول رسمي او غیر رسمي تړون نه لرو. البته موږ پلور لرو خو زموږ پلور خصوصي سکټور او کورنیو سوداګرو ته دی.»

د اقتصادي چارو یو کارپوه وايي، پر کلدارو د افغانستان د صادراتي توکو خرڅلاو د هېواد پر سوداګریزو چارو او د افغانۍ پر ارزښت منفي اغیز لري.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود څرګندوي:«پاکستان ته په پاکستانۍ کلدارې او یا هم په پاکستانۍ روپۍ د ډبرو سکرو پلور، فکر کوم یو غیر معقولانه اقتصادي حرکت شمېرل کېږي. دا په پاکستان په هکله ښه دی چې پاکستانیان یې ترسره کوي، خو د افغانستان دولت باید  دا ډول شی ترسره نه کړي.»

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونه په هېواد کې د زغالو د بیې له لوړېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

تر دې مخکې ځینو پاکستاني چارواکو ویلي چې، له افغانستانه پر کلدارو د زغالو په واردولو سره د پاکستان په بودجه کې تر ۲ اعشاریه ۲ میلیارده ډالره سپما کېږي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه