Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اختر بازار نندارتون د ترسراوي پر ځای د سوداګرو او کروندګرو نیوکه

د اختر بازار په نندارتون کې ځينې سوداګر او کروندګر وايي چې دغه نندارتون په مناسب ځای کې جوړ شوی نه دی او ډېر کم خلک له دغه نندارتونه لیدنه کوي.

په دغه نندارتون کې څه دپاسه اويا تنو ښځينه سوداګرو ګډون کړى و او خپل لاسي صنایع يې نندارې ته وړاندې کړل.

یو شمېر دغه مېرمنې وايي، چې په دغه نندارتون کې یې ښه بازار نه درلود.

په دې نندارتون کې تر ډېره کورني تولیدات او کرنیز محصولات نندارې او خرڅلاو ته اېښودل شوي دي.

سوداکره پښتون امیري وايي:«په ټول کې هېچا خرڅلاو نه درلود، موقعیت داسې دي ټول وايي چې کانټیننټال ته څوک نه پرېږدي او پېرودونکي نه راځي.»

بله سوداګره آمنه میرزایي هم وویل:«افغاني ګنډ دی، خامک دی، په موریو جوړې جامې دي، خو ډېر پلور مو نه درلود خو بیا هم ښه و، لږ ننداره چیان راغلل.»

ځينې کروندګر له بغلانه کابل ته په دې موخه راغلی چې، په دې نندارتون کې ګډون وکړي او خپل کرنیز محصولات خرڅ کړي. 

دی وايي، سږکال یې د خپلې ځمکې پر څه باندې ۳۰ جریبه کې شالي کرلي دي.

د دغه نندارتون په یوې غرفه کې د ۳۴ ولایتونو ډول ډول شات نندارې او خرڅلاو ته اېښودل شوي دي.

د یوه شرکت مسوول محمد جواد وویل:«په درې برخو کې کار کوو، شات، زعفران او د مېوې په برخه کې چې اوس یوازې شات او زعفران نندارې ته اېښودل شوي دي.»

د دغه نندارتون یو شمېر لیدونکي له هېوادوالو غواړي چې، له کورنیو تولیداتو ډېره ګټه واخلي.

ننداره چي اسما نظري څرګندوي:«ډېره عالي وه؛ زموږ غوښتنه دا ده چې دا ډول نندارتونونه جوړ شي او له مېرمنو ملاتړ وشي.»

دغه نندارتون د درېیو ورځو لپاره جوړ شوی وو او د جمعې ورځ یې وروستۍ ورځ وه. اړوندو مسوولینو د دغه نندارتون له جوړولو موخه کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته بازار موندنه بللې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه