Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان ته د اماراتو د هوايي چلن شرکتونو د الوتنو د بیا پيل احتمال

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت وايي شونې ده چې د یوه ترکي شرکت او د متحده عربي اماراتو د العربیه، فلای دوبی په ګډون د هوايي چلن ځينې شرکتونه کابل ته خپلې الوتنې له سره پیل کړي.

د دغه وزارت مسوولان زیاتوي چې د دغو شرکتونو استازو څو څو ځلې کابل ته د هوايي ډګر د خدمتونو د ارزولو لپاره راغلي دي.

اخوا په متحده عربي اماراتو کې یو شمېر افغان سوداګر د پانګونې او سوداګرۍ په زیاتولو کې د دغو الوتنو پیل مهم بولي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي:«بهرنیو شرکتونو لکه فلای دوبی، امارت، ترکش له دې مخکې الوتنې لرلې او د سیمې نور هېوادونه لېوالتیا لري، خبرې اترې روانې دي تړونونه شوي، زموږ خدمتونه معیاري دي، الوتنې به پيل شي.»

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا شمېرې ښيي، چې د هېواد  پانګوالو په ابوظبۍ، دوبۍ، شارجې او د متحده عربي اماراتو په څو نورو ښارونو کې تر لسګونه مېلیون ډالرو زیاته پانګونه کړې ده.

یو شمېر سوداګر په دې باور دي چې د دغو الوتنو پېلېدل به د کورنیو پانګونو لار هم هواره کړي.
         
په متحده عربي اماراتو کې افغان سوداګر جمال ناصر عبادي وویل:«که چېرې د امارات، فلای دوبی، العربیه شرکتونه خپلې الوتنې پیل کړي د سوداګرو او پانګوالو لپاره به ډېر به ګټور وي.» 

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د هوایي چلن د لویو شرکتونو د الوتنو بېرته پېلېدل د هېواد لپاره مهم دي.
       
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وايي:«زما غوښتنه دا ده له الوتنو سره هم مهاله سوداګر، پانګوال او هغو کسانو ته چې د درملنې لپاره ځي باید د ویزې په ورکړه کې اسانتیا راشي او هغوی ته اجازه ورکړي.»

د یوه سیاحتي شرکت مسوول قیس سهرابي څرګندوي:«هر ټکټ چط اخلي که چېرې قیمته هم وي الوتنې زیاتې وي بیې راټيټېږي د خلکو ستونزې حل کېږي.»

اوس مهال پر دوو کورنیو شرکتونو سربېره، د ایران، ماهان او تابان شرکتونه، د پاکستان پي آی اې شرکت او ځیني نور شرکتونه افغانستان ته الوتنې لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه