Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د ډبرو سکاره د درې پاکستاني شرکتونو له خوا پېرل کېږي

کابل کې د ډبرو سکرو د دوو پلورونکو شرکتونو مالکان وایي چې، د افغانستان د ډبرو سکاره د درېیو پاکستاني شرکتونو له خوا پېرل کېږي. 

دا په داسې حال کې ده چې، د ډبرو سکرو صادرات پاکستان ته او په کور دننه یې د بېو لوړېدل د دې لامل شوي چې، په کابل کې د خښتو ډېری بټۍ له کاره ولوېږي.

د ډبرو د سکرو د یوه شرکت اداري مدیر وایي چې تر ډېره د سکرو د پېرلو لپاره ورته د پاکستان د سمنټو شرکتونه راځي.

د ډبرو د سکرو د یوه شرکت اداري مدیر میرویس ملي وايي:«له دوو میاشتو راهیسې یوازې په دغه شرکت کې لس زره ټنه سکاره پاکستان ته لېږدول شوي دي؛ د چراټ، فوجي، لکي او د سمنټو د نورو شرکتونو استازي دلته راځي او سکاره پېري.»

د ډبرو سکرو د یوه شرکت استازي عبدالله وویل:«زموږ ډېری پېرودونکي د چراټ، فوجي او نور شرکتونه دي چې د هغه او دغه په نامه راځي او له دې ځایه سکاره وړي. هغه هم په ناچیزو پیسو سره پاکستان ته وړي.»

د کابل ده سبز ولسوالۍ د افغانستان د شمال د ډبر سکرو د ښکته کولو او بارولو پر یوه لوی ځای بدله شوې ده.

په دې ورځو کې په دې ولسوالۍ کې له سلګونه موټرو نه سکاره ښکته کېږي او وروسته پاکستان ته د لېږد لپاره بارېږي.
  
کارګر محمد جواد وايي:«هر ټن چې تخلیه کوو موږ ته په کې ۳۰ تر ۵۰ افغانیو راکوي؛ ډېر کمې دي او په پای کې چې د سکرو موټر پاتې شي هغه پر موږ مفته تشوي.»

د کابل - بګرام پر سړک د ډبرو د سکرو د لاریو اوږد کاروان د کابل د دروازې پرانیستلو ته انتظار دی.

پاکستان ته د هېواد د ډبرو د سکرو د صادراتو له زیاتېدو وروسته، په ده سبز ولسوالۍ کې د سکرو د ډبرو د ښکته کولو او بارولو مرکزونه پنځه برابره شوي او هره ورځ په ۲۵ مرکزونو کې د ډبرو سکاره ښکته کېږي او بارېږي.

له دغه مرکز نه په ورځ کې په منځنۍ توګه تر پنځه سوه ټنه سکاره پاکستان ته لېږدول کېږي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي یو پخوانی استاد وایي چې فوجي او چراټ شرکتونه هغه شرکتونه دي چې د پاکستان پوځ یې ملاتړ کوي.
  
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي پخوانی استاد سید مسعود وویل:«اوس مهال د سمنټو دغه کارخونې د ډبرو پر سکرو حرکت کوي؛ د چراټ، فوجي او لکي کمپنۍ د پاکستان د سمنټو درې سترې کارخونې دي چې د پاکستان د پوځ له خوا یې ملاتړ کېږي، فکر کوم ګې ډېر او چټک صادرات پوځي معنا لري چې ښايي په افغانستان کې له فشار سره دا ډول کار ترسره کېږي.»

د پاکستان جګپوړو چارواکو ویلي دي چې د افغانستان د ډبرو سکاره په کلدارو پېري.

خو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې دغه وزارت د ډبرو سکاره  پر خصوصي شرکتونو په افغانیو پلوري.
    
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت الله برهان وویل:«کله چې خصوصي شرکتونو ته د ډبرو سکاره ورکوو له پولو تېرېږي موږ دخالت نه لرو چې کوم هېواد ته یې وړي او په کومه بیه یې پلوري حتا په کوم کرنسي یې پلوري موږ یې په داخل کې په افغانۍ پلورو.»

پاکستان ته د افغانستان د ډبرو د سکرو صادراتو د کابل په بازارونو کې د سکرو بیه سل په سلو کې لوړه کړې ده. اوس مهال په هېواد کې یو ټن د ډبرو سکاره په شاوخوا شپاړس نیم زره افغانۍ پلورل کېږي.

د سکرو د بیې دغې لوړېدا د خښتو د پخولو لسګونه بټۍ له فعالیته اچولې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه