Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قشقري د تېلو په اړه د چین له «سي‌ان‌پي‌سي» شرکت سره خبرې

کانونو او پټرولېم وزارت وايي، دا وزارت د امو سیند د قشقري حوزې د تېلو تړون په اړه د چین له «سي‌ان‌پي‌سي» شرکت سره د خبرو په حال کې دی.

د دې وزارت سرپرست زیاتوي، په هېواد کې د دې حوزې د تېلو تازه تړون کې سرپرست حکومت ۲۰ سلنه د استخراج په برخه کې به شریک وي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وايي: «په تړون کې مو درې بدلونونه راوستي؛ په سل سلنه عاید کې حکومت شریک شوی دی، که له تړون دوه میاشتې وروسته استخراج پیل نه‌شي، تړون لغوه کېږي او په افغانستان کې دې د تېلو پروسس وشي؛ اومه تېل نړۍ ته لېږدول کېږي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، له فساده د مخنیوي او عوایدو د زیاتوالي لپاره یوه تګلاره جوړه شوې او دا وزارت د لویو کانونو د سپارلو په موخه یوه تخنیکي کمېټه ګمارلې چې دا کمېټه کورنیو صنعتي شرکتونو ته د کانونو د تړونونو سپارلو ته لومړیتوب ورکوي.

ښاغلی دلاور زیاتوي: «د کال په درېو لومړی میاشتو یانې وري، غويي او غبرګولي کې موږ ته دوه مېلیارډه هدف ټاکل شوی وو، خو څلور مېلیارډ عاید مو درلوده او ۵۶ سلنه له ټاکلي هدف څخه مو پرمختګ کړی دی.»

له بلې خوا، د افغانستان د کانونو او صنایع خونې مسوولان له اسلامي امارته یو لړ غوښتنې لري.

د کابل د کانونو او صنایع خونې اجرایوي رییس محمد کریم عظیمي وايي: «خصوصي او صنعتي سکټور اوومه موادو ته جدي اړتیا لري. زموږ د اوومه موادو ډېره برخه له کانونو څخه ده، تمه ده چې دولت د افغانستان خصوصي سکټور ته لومړیتوب ورکړي.»

د دې وزارت په وینا، دوی په تېر یوه کال کې څه د پاسه دیارلس مېلیارډه افغانۍ عواید لرلي چې ډېری دا عواید د ډبرو سکرو له صادراتو او د هېواد له نورو کانونو څخه دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه