Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د برېښنا شرکت د کلني راپور ورکړې غونډه

د برېښنا شرکت مسوولان وايي چې د منځنۍ اسیا هېوادونو څه باندې ۱۵۰ مېلیون ډالر پور پرې شوی دی.

دغو چارواکو چې د دغه شرکت د کلني راپور ورکړې په غونډه کې ویناوې کولې، په هڅه کې دي چې د برېښنا شرکت پاتې پورونه هم د کورنیو عوایدو څخه پرې کړي.

د برېښنا شرکت مالي او اداري رییس اسدالله انعام وویل:«کابو ۱۵۱ اعشاریه ۵۴ مېلیونه ډالره پور مو کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته چې موږ ته برېښنا پلورې وه، ورکړ، او برېښنا شرکت د تېر حکومت کابو دوه مېلیارد افغانۍ پور له کورنیو عوایدو ورکړی دی.»

د دغه شرکت مالي او اداري مسوول وایي، هغه پروژې چې د مخکیني حکومت پر مهالي یې د بهرنیو  بنسټونو له لوري مالي ملاتړ کېده، اوسمهال یې د خصوصي او دولتي شرکتونو له لوری ملاتړ کیږي.

ښاغلي انعام زیاته کړه:«د ۲۶۱ مېلیون افغانیو په ارزښت کابو ۲۴ پروژې له کورنۍ بودیجې تمویل شوې دي او کابو ۱۹ پروژې د ۷۹۹ مېلیونو افغانیو په ارزښت تر کار لاندې دي چې کار یې عملاً جریان لري. د هغې یوه یې د ۳۶۶ مېلیونه افغانیو په ارزښت د نورالجهاد سب استېشن پراختیا ده.»

د افغانستان برېښنا شرکت تجارتي رییس د دغه شرکت په کلني رپوټ کې وایي چې د برېښنا د بېل او د دغه شرکت د عایدو په برخه کې یې د آسانتیا او روڼتیا د رامنځته کېدو او د فساد د مخنیوي په موخه د هېواد په اته ویشتو ولایتونو کې نوی کمېپیوټري پروګرام پېل کړی دی.

د افغانستان برېښنا شرکت تجارتي مرستیال عبدالرحمن رحماني وویل:«۵۲۱ تنه چې په اختلاس یا فساد تورن وو، قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي. شبکې پراختیا موندلې او ۴۳۰۳۴ نوي میټرونه لګول شوي دي. ۱۸۴۱۹ میټرونو چې ستونزه لرله ترمیم کړي دي. په ۳۲۰۷ سیمو کې د میتر لپاره صندونه لګول شوي دي.»

د دغه شرکت مسوولان زیاتوي، چې په دې هڅه کې دي چې د بریښنا شرکت پاتې پورونه د دغه شرکت له کورنیو عوایدو ورکړي.

د برېښنا شرکت په وینا، سږکال د نیمګرو پروژو د تموېل لپاره ۱۷ مېلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي، چې د چک بند پروژه او د کونړ پروژه هم په کې شامله ده
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه