Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل-ډهلي الوتنو پیل؛ په دوه اوونیو کې د کابل-ارومچي الوتنې هم پیلېږي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د کابل-نوي ډهلي تر منځ الوتنې پیل شوي او تمه ده چې په دوه اوونیو کې د کابل او چین د ارومچي تر منځ هم الوتنې پیل شي.

د یاد وزارت ویاند زیاتو، لومړی به د هوایي چلند یو افغان شرکت په اوونۍ کې یوه الوتنه تر سره کړي او وروسته به دا الوتنې زیاتې شي.

بل‌خوا ټاکل شوې هند افغانانو ته د ویزو لړۍ بېرته پیل کړي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي: «د ډهلي الوتنې پیل شوې دي، اریانا افغان هوايي شرکت په اوونۍ کې د جمعې په ورځو الوتنه کوي او د مسافرو په ډېرېدو سره، به الوتنې هم ډېرې شي.»

داسې پتېیل کېږي چې د هند هوايي شرکتونه به هم خپلې الوتنې افغانستان ته له سره پیل کړي.

هند ته تلونکې الوتکې د مسافرو له لېږدولو سربېره سوداګریز توکي هم لېږدوي. د کرنې او مالدارۍ خونه وايي، په دې الوتنو سره به د هېواد د صادراتو په کچه کې هم ډېروالی راشي.

د کرنې او مالدارۍ خونې غړی میرویس حاجي‌زاده په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «په اوسني وخت کې موږ مناسبو مارکېټونو ته اړتیا لرو او د افغانستان د سبزي او مېوو لپاره هند ښه بازار دی. زموږ وړاندیز دا دی چې د هوايي دهلیز له لارې کارګو هم جوړه شي.»

یو سیاحتي شرکت وايي، د هند په پوهنتونونو کې یو شمېر افغان زده‌کړیالان په کابل کې بند پاتې دي او د ټرانزیت ټکټونو د پېرلو وس نه‌لري او په وینا یې د دې الوتنو په پیل سره به له زده‌کړیالانو سربېره ناروغانو ته هم اسانتیاوې برابرې شي.

د یوه سیاحتي شرکت یو مسوول قیس سهراب وايي: «هر څومره چې الوتنې ډېرې وي، زمو کاروبار ښه کېږي. خلکو ته اسانتیاوې رامنځ‌ته کېږي او د زده‌کړیالانو ستونزې حلېږي.»

د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته افغانستان ته د لویو هوايي شرکتونو الوتنې وځنډول شوې او ورسره د افغانستان له هوايي حریمه د تېرېدونکو الوتکو له اړخه په عوایدو کې هم د پام وړ کمښت راغی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه