د خوندیتوب نړیوالې کمېټې په یوې اعلاميه کې لیکلي، په افغانستان کې د واک له بدلون وروسته اقتصادي سقوط، افغانان له لوږې سره مخ کړي دي.
یادې کمېټې په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او زیاته کړې یې ده چې په پراختیایي برخو کې د مرستو کمېدو، د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدو او د بانکي سسټم کمزوري کېدو په افغانستان کې اقتصادي ستونزې زیاتې کړې دي.
خوندیتوب نړیوالې کمېټې خبرداری ورکوي چې دغه کړکېچ به تر شل کلنې جګړې زیات افغانان ووژني.
پهدې اعلامیه کې زیاته شوې: «افغانان باید دې ته اړ نه اېستل شي چې د سرپرست حکومت د کړنو تاوان ورکړي. له هر اړخیز ملاتړ پرته به دا لاره چې اوس افغانستان پرې روان دی، تر جګړې په ځلونو زیات افغانان ووژني.»
د اقتصادي چارو کارپوه شاکر یعقوبي وایی: «د تولید د ځنځیر له منځه تلل، له افغانستان سره د نړۍ د اړیکو پرې کېدل، له افغانستانه د نړیوالو نه ملاتړ او دندو له لاسه ورکول، د بانکوالۍ په برخه کې افغانستان ته د پیسو لېږد-رالېږد ستونزې او ننګونې او په ټوله کې د اقتصادي نظم نسکورېدل د تېر کال عمده لاملونه وو.»
د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې په اعلامیه کې راغلي، کار ته د ښځو پر لاسرسي محدودیتونو د افغانستان اقتصاد ته یو ملیارد ډالره زیات اړولی دی.
د ښځو د چارو فعاله بېنظیر حقجو وايي: « د ښځو لپاره کاري محدودیتونه لګول کولای شي افغانستان او د دې هېواد اقتصاد ته ګڼ شمیر زیانونه واړوي. له بده مرغه افغانستان اوس یوازېنی هېواد دی چې ښځې یې کولای شي د پردیو نارینهوو بوټونه رنګ کړي، خو نهشي کولای هېواد په زدهکړو او اقتصاد کې ونډه واخلي.»
ورته مهال په پلازمینه کې یو شمېر کارګران وايي چې د بېوزلۍ او بېکارۍ له جدي ستونزې سره مخ دي.
عبدالواحد یو کال وړاندې د اور وژنې کارکوونکې و، خو د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته یې خپل کار له لاسه ورکړی دی او اوس له یوه لاس ګاډي سره د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي، خو د کار له نشتوالي سرټکوي.
عبدالواحد وايي : «د رژیم له پرځېدو وروسته د یوه لاس ګاډي چلوونکي په توګه سهار څلور بجې مارکېټ ته ځم، د شپې تر لسو بجو پورې هلته یم. د مارکېټ کار داسې دی چې که لس منه دې بار کړل، لس افغانۍ درکوي او که شل منه دې بار کړل شل افغانۍ درکوي.»
یو بل کارګر وايي: «سهار اته بجې راځم، شپږ بجې ماښام ځم. کاروبار نهشته. یو لسیز کار نهکوم.»
خوندیتوب نړیوالې کمېټې د شمېرو له مخې، په افغانستان کې څلرویشت مېلیونه تنه کافي خوړو ته لاسرسی نهلري.
په دې اړه مو اندونه