Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ د مخنیوي په موخه پر پانګونې د م.م ټینګار

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، په افغانستان کې د اقتصادي بحران د حل لپاره لا ډېرې پانګونې ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د عمومي منشي مرستیال له یوې امریکايي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، د مرستو ځنډول د افغانستان بیارغونې او پرمختګ ته زیان رسوي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د عمومي منشي مرستیال کاني ویگناراجا وايي: «ملګري ملتونه او پراختیايي پروګرام هڅې کوي چې د سیمه‌ییزې سوداګرۍ سکټور بیا فعال کړي، څو ورسره افغانان په خپله خپلو ځانونو ته خوراکي مواد تولید کړي.»

د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام مرستیال له «سي‌ان‌بي‌سي» شبکې سره په مرکه کې زیاته کړې، په افغانستان کې د پراختیايي بنسټونو او خصوصي سکتور له لوري د پانګونې د نشتوالي له امله د دې هېواد اقتصاد ټکنی شوی او په وینا یې په دې هېواد کې د کاري زمینې د برابرېدو لپاره باید پانګونې ډېرې شي.

ورته مهال د اقتصاد وزارت وايي، دا وزارت هڅې کوي چې پر بنسټیزو پروژو کې پانګونې وشي او په دې سره به په هېواد کې خلکو ته د کار زمینه برابره شي او زیاتوي،

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «زموږ هڅه دا ده چې بشرپاله مرستې پر بنسټیزو پروژو ولګول شي او له همدې لارې موږ په افغانستان کې د بې‌وزلۍ جرړې وباسو. له نیکه مرغه په افغانستان کې امنیت ته په کتو پانګونې ته لېوالتیا ډېره شوې ده.»

د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان بیا پر دې باور دي چې د پراختيايي مرستو درېدل، د نړۍوالو له لوري د محدودیتونو لګول کېدل او د افغانستان د شتمنیو کنګلېدل هغه ۳ ستر لاملونه دي چې د هېواد اقتصاد یې ننګولی دی.

د مالي او پانکوالۍ چارو کارپوه سیر قریشي وايي: «دا د خصوصي سکټور، بانکي سېسټم او ښاري اقتصاد د پاشل کېدو لامل شوی او بشرپاله مرستو ته یې اړتیا ډېره کړې ده. د افغانستان د اقتصادي عرضې لپاره باید کوټلي ګامونه پورته شي.»

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي وو چې دمګړۍ په افغانستان کې نږدې ۲۵ مېلیونه خلک په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي او ښايي سږ کال ۹۰۰ زره نور کسان هم بې‌روزګاره شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه