Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل او مسکو د تېلو او ګازو پر پېر سره هوکړه کړې

د صنعت او سوداګرۍ زارت وايي چې کابل او مسکو د تېلو او ګازو د پېر په سر سره هوکړې ته رسېدلي دي او ډېر ژر به دا هوکړه لاسلیک شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي روسیې ته له سفر وروسته بېرته کابل ته راستون شو. وايي، کابل له مسکو سره د تېلو او ګازو د پېرلو په تړاو هوکړې ته رسېدلی او په وینا یې ډېر ژر به یې تړون لاسلیک شي.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه:«زموږ ځينې تخنیکي ډلې لاهم په روسیه کې دي او پر جزیاتو کار کوي، دا چې موږ څه ډول پیسې ولېږدوو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست روسیې ته یې د خپل سفر په ترڅ کې د تاتارستان له ولسمشر سره هم کتلي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي څرګنده کړه:«په خپله د تاتارستان ولسمشر ته مو بلنه وکړه چې افغانستان ته راشي، هغوی چمتو او حاضر دي زموږ رسمي بلنې ته یې لبیک ووایه او ډېر ژر به افغانستان ته راشي او همدارنګه ځینې رسمي هوکړې به موږ په افغانستان کې لاسلیک کړو.»

د روسیې پر بانکونو نړۍوالو بندیزونو افغانستان ته د مسکو د تیلو د رالېږدولو بهیر هم ستونزمن کړی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د همدې بندیزونو له امله د کابل او مسکو تر منځ د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې په بهیر کې کموالی راغلی دی.

د افغانستان او روسیې تر منځ د سوداګریزو چارو ټول ارزښت شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي او له روسیې تر ډېره خوراکي توکي او تیل راوارديږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه