Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سبزیو او مېوو د بیو له لوړوالي د کابل مېشتو شکایت

په وروستیو ورځو کې د سیزیو او مېوو د بیو لوړېدو د کابل اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

کابل مېشتي وايي چې په اوسني وخت کې د سبزیجاتو بیې دوه تر درې برابره لوړې شوې او دوی یې د پېرلو وس نه لري.

د کابل اوسېدونکی حیات الله وايي:«هر څه قمیته دي. یوه خلطه تازه رومي درې سوه وايي.»

د کابل بل اوسېدونکی میرزا شاه هم زیاتوي:«له یوې خوا بې کاري ده له بلخوا قیمتي بیخي خپل اوج ته رسېدلې ده. د کار وس نه لرو. سم کار و بار نه لرو.»

خو یو شمېر هټۍ وال د پلازمېني په بازارونو کې د سبزیجاتو بیو د لوړوالي لامل وروستي ورښتونه بولي او وايي چې سختو سېلابونو او بارانونو کرنیز توکي له منځه وړي دي.

هټۍ وال زین الله وویل:«د شدیدو بارانونو له امله خلک ونه توانېدل چې له ځمکو ترکارۍ راټولې کړي او مارکېټ ته یې راوړي. له همدې امله بیه یې لوړه شوې ده.»

له بلې خوا، د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولین وایي چې سېلابونو نه یوازې کرنیزو ځمکو، بلکې د مېوو بڼونو او د انګور تاکونو ته هم زیان اړولی دی.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده څرګندوي:«اوس د بڼوالو انګور خوسا شوي. کابو په سل سلنه کې اتیا سلنه خوسا شوي دي. شل سلنه یې هم د صادراتو وړ نه دي. زموږ سوداګر نه راځي چې انګور وپېري او صادر یې کړي.»

د کرنې او مالدارۍ خونې د شمېرو له مخې تراوسه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو سېلابونو له امله څه د پاسه سل زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

یو شمېر هټۍ وال د پلازمېني په بازارونو کې د سبزیجاتو بیو د لوړوالي لامل وروستي ورښتونه بولي او وايي چې سختو سېلابونو او بارانونو کرنیز توکي له منځه وړي دي.

تصویر بندانگشتی

په وروستیو ورځو کې د سیزیو او مېوو د بیو لوړېدو د کابل اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

کابل مېشتي وايي چې په اوسني وخت کې د سبزیجاتو بیې دوه تر درې برابره لوړې شوې او دوی یې د پېرلو وس نه لري.

د کابل اوسېدونکی حیات الله وايي:«هر څه قمیته دي. یوه خلطه تازه رومي درې سوه وايي.»

د کابل بل اوسېدونکی میرزا شاه هم زیاتوي:«له یوې خوا بې کاري ده له بلخوا قیمتي بیخي خپل اوج ته رسېدلې ده. د کار وس نه لرو. سم کار و بار نه لرو.»

خو یو شمېر هټۍ وال د پلازمېني په بازارونو کې د سبزیجاتو بیو د لوړوالي لامل وروستي ورښتونه بولي او وايي چې سختو سېلابونو او بارانونو کرنیز توکي له منځه وړي دي.

هټۍ وال زین الله وویل:«د شدیدو بارانونو له امله خلک ونه توانېدل چې له ځمکو ترکارۍ راټولې کړي او مارکېټ ته یې راوړي. له همدې امله بیه یې لوړه شوې ده.»

له بلې خوا، د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولین وایي چې سېلابونو نه یوازې کرنیزو ځمکو، بلکې د مېوو بڼونو او د انګور تاکونو ته هم زیان اړولی دی.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده څرګندوي:«اوس د بڼوالو انګور خوسا شوي. کابو په سل سلنه کې اتیا سلنه خوسا شوي دي. شل سلنه یې هم د صادراتو وړ نه دي. زموږ سوداګر نه راځي چې انګور وپېري او صادر یې کړي.»

د کرنې او مالدارۍ خونې د شمېرو له مخې تراوسه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو سېلابونو له امله څه د پاسه سل زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه