بهرنیو چارو وزارت له امریکا او نورو هېوادونو یو ځل بیا غوښتنه وکړه چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.
د دې وزارت سرپرست په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د شتمنیو ازادول یوه اړتیا ګڼي او زیاتوي، باید د هېواد پر بانکونو محدودیت لیرې شي، څو د افغانستان راکړه ورکړه بېرته زیاته شي.
امیر خان متقي وايي: «موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او هر ډول بندیزونه لرې کړي، څو د افغانستان سوداګرۍ او صادراتو لپاره اسانتیاوې رامنځته شي.»
ورته مهال په کابل کې د ایران سفارت استازی وايي، په افغانستان کې د اقتصادي بحران مسووله امریکا ده او باید د افغانستان شتمنۍ ازادې شي.
د ایران د سفارت استازی سید قاسم ذاکري وايي: «د ایران اسلامي جمهوري دولت په استازیتوب غوښتنه کوم چې د افغانستان مظلوم ملت ټولې شتمنۍ ازادې شي.»
د اقتصادي چارو کارپوه دریا خان بهیر وايي: «اړتیا ده چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې شي، څو په افغانستان بهرنۍ پانګونې ته زمینه برابره شي او همداراز له نورو هېوادونو سره په راکړه ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته شي.»
اخوا، د اقتصاد وزارت وایي، په هېواد کې د اقتصادي ستونزو د اواري لپاره اړتیا ده چې د هېواد په بېخ بنسټونو او د کرنیزو چارو په میکانیزه کولو کې پانګونه وشي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «افغانستان ته باید پراختیايي مرستې پیل شي او همداراز په افغانستان کې د زېربناوو په برخه کې هم مرستو ته پاملرنه وشي، ځکه دا کولای شي په افغانستان کې کارموندنه پیدا او بېوزلي له منځه یوسي.»
د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته امریکا د افغانستان اوه میلیارد ډالره کنګل کړې دي چې دا چاره د ننه په هېواد او بهر کې له غبرګون سره مخ شوې ده.
په دې اړه مو اندونه