Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان هوايي حریم کې د الوتکو لارښوونې خدمتونو تړون "ګاک" شرکت سره وشو

د افغانستان په هوايي حریم کې د الوتکو د لارښوونو د خدمتونو وړاندې کولو تړون د متحده عربي اماراتو ګاک شرکت ته ورکړل شو.

د اسلامي امارت چارواکي وايي، دغه تړون د لسو کلونو لپاره دی او د لومړیو پنځو کلونو عاید په ځانګړې توګه د هغو الوتنو عاید چې له افغانستان څخه تېرېږي، ګاک شرکت ته ورکول کېږي.

د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت سرپرست حمید الله اخوند زاده وايي: «د دې پروژې له پلي کېدو سره به د لوتکو مصوونیت له دې پلوه خوندي او د پروژې د لومړي پړاو له پلي کېدو وروسته به د عبوري پروازونو د عوایدو سرچینه یو ځل بیا پرانیستل شي.»

له بلې خوا د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، دا تړون د هېواد په ګټه بولي او وايي، د ځمکنيو خدماتو او د هوايي چلند امنیت په اړه قرارداد وروسته، د هوايي چلند یو شمېر شرکتونو د کابل هوايي ډګر ته خپلې الوتنې پیل کړې دي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر وايي: «نن به د افغانستان اسلامي امارت او د متحده عربي اماراتو تر منځ الوتکو ته د هوايي لارښوونې خدمتونو انکشاف قرارداد لاسلیک شي.»

ښاغلی برادر زیاتوي، دا شرکت توانېدلی چې د هېواد په سوداګرۍ او اقتصاد کې مثبت ثابت شي.

ورته مهال د ګاک اماراتي شرکت مسوول، دغه نوی قرارداد د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د افغانستان د صادراتو او وارداتو په وده کې مهم بولي.

د ګاک شرکت مسوول ابراهیم معروفي وايي: «موږ همداراز باور لرو چې ددغه اقدام د پام وړ اغېزمنتیا خلکو ته د کاري زمینو برابرول دي او نه یوازې په دې برخه کې بلکې د افغانستان د عمومي اقتصادي لپاره هم ګټور دی. موږ تمه لرو چې په راتلونکې میاشت کې هم له افغانستانه او هم له بهره د کارګو لېږد زیات شي. دا مسله بې له شکه د افغانستان پر صادراتو او وارداتو مثبت اغېز لري.»

له دې سره سم د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت عملیاتي مرستیال وايي، له دې وروسته، ګاک شرکت هغه الوتکې چې د افغانستان له فضا تېرېږي، ورته لارښونه کوي او ددې برخې لپاره به ټول وسایل وپېري.

د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت عملیاتي مرستیال غلام جیلاني وفا وايي: «په دوو پړاوونو کې دی، ابتدايي پړاو یې پنځه کاله او یا له دې لږ وي چې د عبوري هوايي فضا الوتنو له لارې هغوی ته د پانګونې په خاطر ورکول کېږي، څو د هغوی پورونه یا ټول عواید بشپړ شي.»

قطري-ترکي شرکت او ګاک شرکت له میاشتو راهیسې ددې تړون د ترلاسه کولو لپاره سره سیالي وکړه. له دې مخکې، د هوايي چلند د ځمکنیو خدماتو او امنیت قرارداد هم له همدې شرکت سره شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه