Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تازه مېوې پلورونکي د پاکستان له لوري د ګمرکي تعرفو له زیاتوالي شکایت کوي

د تازه مېوې یو شمېر پلورونکي د پاکستان په بندرونو کې د ګمرکي تعرفو پر لوړېدو نیوکه کوي او وايي، که دغه تعرفه کمه نه شي، کروندګر او بڼوال به زیانمن شي.

دغه پلورونکي وايي، پاکستان هر کال د تازه مېوو د صادراتو په موسم کې خپل ګمرکي تعرفه لوړوي.

هټیوال محمد الله وایي: «د پاکستان له لوري اوس د انګورو او مڼو ګمرک لوړ شوی. مخکې یو ټن ۱۲۰۰۰ و، خو اوس له ۴۰۰۰۰ ۵۰۰۰۰ پورې شوی او په همدې ډول محصولات لوړ شوي، که داسې دواو وکړي، موږ ته زیان رسېږي.»

یو بل هټیوال شبیر احمد وایي: «دا ډېرې ښې مڼې دي. نه د پاکستان او نه د ایران مڼې دغسې کیفیت لري، د هېڅ هېواد مڼې دغسې کیفیت نه‌لري، خو نن دلته پرتې دي، هېڅوک یې پوښتنه نه‌کوي.»

له بلې خوا د افغانستان د تازه مېوو او سبزیجاتو ټولنې مسوولان وايي، دمګړۍ د تازه مېوې د تعرفې د لوړوالي له امله ډېری موټر د پاکستان په بندرونو کې بند پاتې دي. د دې ټولنې د مسوولانو په وینا، په اوسني وخت کې پاکستان د ځینو کرنیزو حاصلاتو په تېره بیا سبزیجاتو تعرفه صفر کړې، خو بل لوري ته یې د تازه مېوو تعرفه لوړه کړې ده.

د تازه مېوې او سبزي د ټولنې رییس اختر محمد احمدي وایي: «موږ د اسلامي امارت له سرپرست حکومته غوښتنه کوو چې د هر کال په پیل کې له پاکستان سره یوه ژمنه او تړون وکړي، څو موږ وتوانېږو چې نه افغانستان او نه هم پاکستان په خپلو ګمرکونو کې د کال تر پایه بدلونونه راولي.»

له بلې خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي چې د هوايي دهلیزونو له لارې د الوتنو د نشتوالي له امله د سویلي آسیا هېوادونو ته د تازه مېوو صادرات کم شوي او په اوسني وخت کې پاکستان د هېواد د کرنیزو محصولاتو یوازینی بازار ګڼل کېږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «زموږ یوازېني امکانات سویلي اسیا هندوستان او پاکستان دي او بنسټیزه ستونزه دا ده چې اوس‌مهال هوايي دهلېز نه‌شته چې په مرسته یې موږ په کلني ډول شل تر پنځه ویشت زرو ټنو پورې مېوه لېږدوله.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو له مخې پاکستان ته د افغانستان د صادراتو کچه په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې څه دپاسه درې سوه میلیون ډالرو ته رسېده خو اوس دا کچه زیاته شوې تر ډېره د افغانستان د ډبرو سکاره پاکستان ته صادرېږي.

له بلې خوا د افغانستان د تازه مېوو او سبزیجاتو ټولنې مسوولان وايي، دمګړۍ د تازه مېوې د تعرفې د لوړوالي له امله ډېری موټر د پاکستان په بندرونو کې بند پاتې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه