Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورنیو محصولاتو د ودې او بازار موندنې لپاره ژمنې

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نور الدین عزیزي کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه په چین او ازبیکستان کې بېلابېل نندارتونونه جوړوي.

د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د کورنیو تولیداتو په نندارتون کې وايي چې د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره به لا زیاتې هڅې وشي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست چې په دغه نندارتون کې یې ګډون کړی دی، وایي، اوس مهال د هېواد له ۶۵ تر ۷۰ سلنې پورې کارخونې فعالې دي او په وینایې د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره هڅې روانې دي.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه:«د سوداګرۍ او صنعت وزارت د ملاتړ لپاره چې هر پروګرام لري، موږ ترې ملاتړ کوو او ان شاالله نور باید داسې یو مصرفي هېواد ونه اوسو. موږ په خپله باید تولیدي هېوادو واوسو، صادرات ولرو.»

د کانونو او صنایعو خونې رییس شیرباز کمین‌ زاده څرګندوي:«هغه وخت چې اقتصادي خپلواکي ترلاسه کړو، سیاسي خپلواکي هم ترلاسه کولای شو. د زراعت میکانیزه او ښوونې ته زمینه برابرېږي.»

بل خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه له اسلامي امارته غواړي،چې په هېواد کې یې د کورنیو محصولاتو د ودې لپاره دایمي ننداتون جوړ کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«په خپله د سوداګرۍ او صنعت خونه لاس په کار شي او له اسلامي امارت سره په همکارۍ ځمکه دې پیدا کړي او یو دایمي نندارتون ولرو.»

اخوا یو شمېر صنعتکاران د دغه نندارتون پر جوړېدو خوښ دي او دغه نندارتون کورنیو تولیداتو ته په بازار موندنه کې ګټور ګڼي.

صنعت‌ کارمحمد وارث وايي:«دا نندارتون د څلورو ورځو لپاره دوام لري او زموږ محصولاتو ته ښه تبغلیات هم کېدای شوي چې زموږ محصولاتو ټولو هېوادونو ته معرفي کړي.»

صنعت ‌کاره نیلاب حمیدي هم وویل:«دا یو ښه نندارتون دی د دې لپاره د خپلو مخاطبینو لپاره دا نندارتون جوړوو.»

په دغه نندارتون کې ګڼو سوداګرو مېرمنو هم خپل محصلات نندارې ته اېښي دي. دغه نندارتون به څلور ورځې د خلکو پر مخ پرانیستی وي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونه له اسلامي امارته غواړي،چې په هېواد کې یې د کورنیو محصولاتو د ودې لپاره دایمي ننداتون جوړ کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه