Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له پاکستانه هېواد ته د وارداتو کچه پنځوس سلنه کمه شوې

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو له مخې په تېر یو کال کې کابل له پاکستان څخه د څه کم یو مېلیارد ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د افغانستان سوداګري نه یوازې له پاکستان بلکې له نورو هېوادونو سره هم کمه شوې ده.

د دې خونې د مشرتابه پلاوي یو غړی، د توکو د پېرلو لپاره د خلکو بې وسي، د کورنیو محصولاتو زیاتېدل او په پاکستان کې بانکي محدودیتونه افغانستان ته د پاکستان د وارداتو د کمېدو تر ټولو مهم لاملونه بولي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«کابو له یو مېلیارده هم ټیټ شوی پنځوس سلنه څه چې له پاکستانه زموږ واردات پنځه پنځوس سلنه کم شوي دي.» 

اوس مهال د هېواد سوداګر له پاکستانه افغانستان ته لږ مېوه او سابه راواردوي.
  
د کرنې او مالدارۍ خونې غړی میرویس حاجي ‌زاده څرګنده کړه:«په تېر کې مو واردات ډېر و، اوس د خپله افغانستان د مېوې وخت دی د خپله افغانستان د تولید فصل دی وارداتو ته اړتیا نه لرو صادرات لرو.»

د افغانستان - پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي چې د تېرو کلونو پر تله پاکستان ته د هېواد صادرات په ځانګړې توګه د کانونو په برخه کې زیات شوي دي.
       
د افغانستان- پاکستان د سود اګرۍ د ګډې خونې اجراییه رییس نقیب الله صافی وايي:«د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزه سوداګري د نورو کلونو پرتله کمه شوې په دې برخه کې چې وګورو پاکستان ته د افغانستان صادرات زیات شوي او افغانستان ته د پاکستان صادرات کم شوي دي.»

د مالیې وزارت شمېرې ښيي،چې د افغانستان د صادراتو زیاتوالي د وارداتو له درکه د اسلامي امارت د عوایدو د کموالي  تشه ډکه کړې ده.
   
د ماليې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وویل:«زموږ واردات کم شوي؛ خو له بلخوا الحمدالله د تېرو کلونو پرتله زموږ صادرات او ټرانزیټ ډېر زیات شوي دي او له دغو برخو ښه عواید لرو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رسمي شمېرو له مخې، د افغانستان صادرات څه باندې یو میلیاردو درې سوه میلیون ډالرو ته رسېدلي دي او تمه کیږي،چې سږکال نور هم زیات شي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، چې پاکستان ته د افغانستان د صادراتو کچه لوړه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه