Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چین د افغانستان د ټولو ګنګل شویو شتمنیو د ازادولو غوښتنه وکړه

په سویس کې د افغان صندوق له جوړېدو وروسته، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده د افغانستان بانک د ۳٫۵ میلیارډ ډالرو د ساتنې په موخه د صندوق د جوړېدو په غبرګون کې وایي، واشنګټن باید د افغانستان شتمنۍ په بشپړه توګه ازادې کړې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، امریکا باید د افغانستان د بیارغونې لپاره خپل اصلي مسوولیت پر غاړه واخلي.

د بهرنیو چارو وزارت ویانده  مائو نینگ وايي: «د افغانستان بانک شتمنۍ چې امریکا کنګل کړې دي، د افغانستان ملي شتمنۍ او دغه راز د افغانانو د ژعورنې پیسې دي. چین له امریکا متحده ایالتونو غواړي،چې د افغانستان بانک پیسې په بشپړه توګه آزادې کړي او پرافغانستان لګول شوي یو اړخیز بندیزونه ژر تر ژره لغوه کړي.»

ورته مهال د سویس بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه صندوق د افغانستان د شتمنیو د ساتنې لپاره جوړ شوی دی او دغه هېواد د افغانستان راتلونکې ته ژمن دی.

په‌دې اعلامیه کې راغلي دي،چې ۳٫۵ مېلیارډ ډالرو یوه برخه به د نړیوالو سازمانونو د پورونو او د بریښنا د وارداتو د پورونو په ورکړه کې وکارول شي.

د بانکونو د ټولنې پخوانی رییس سیرقریشي وايي: «له دې صندوق څخه د ګټې پورته کېدو او غیر قانونوي کارونې د خوندیتوب لپاره پیاوړي تدابیر نیول شوي، څو د سویس په بي‌ای‌ایس بانک کې د افغانستان صندوق خوندي شي.»

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې د دغه صندوق جوړېدل د نه منلو وړ بللي دي.

د دې اعلامیې په یوې برخه کې راغلي: «که د افغان ولس د مشروع غوښتنو پرخلاف له اسعاري زېرمو ګټه اخيستل کېږي، اسلامي امارت مکلف دی چې د هر هغه فرد، موسسې او شرکت چې په دې غیرقانوني چاره کې مرسته کوي او د افغانستان مرکزي بانک له اسعاري زېرمو څخه د بشري مرستو په پلمه او نورو مواردو کې ناسمه استفاده کوي، په افغانستان کې جرمانه کړي او فعالیتونه یې وربند کړي.»

یو شمېر محصلان په دې باور دي چې که د افغانستان شتمنۍ د بشردوستانه مرستو په برخه کې ولګول شي،نو په هېواد کې به بې وزلي نوره هم زیاته شي.

زده‌کړیال جواد وايي: «نه یوازې په افغانستان کې د بې‌وزلۍ کچه کموي، بلکې زیاتوي یې، ځکه زموږ د پیسو پشتوانه له منځه ځي.»

زده‌کړیال احسان الله ارجمند وايي: «که نن یو کس ته ډوډۍ ورکړل شي، سبا وږی پاتې کېږي او همغه سرچینو ته اړتیا لري.»

د افغانستان بانک د عالي شورا یو غړی چې د افغان صندوق د معتمدینو د پلاوي غړیتوب هم لري وایي،چې دغه شتمنۍ باید د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره وکارول شي.

د افغانستان بانک د عالي شورا او د افغان صندوق د معتمدینو د پلاوي غړی محمد شاه محرابي وايي: «زه د دې پلوی یم چې دغه شتمنۍ باید په افغانستان کې د نغدو پیسو د کموالي د ستونزې او د پیسو د کړکیچ د حل کېدو په برخه کې وکارول شي، یعنې د توکو په بیو کې د  ثبات د بېرته راګرځېدو لپاره ترې ګټه واخيستل شي، داسې چې عادي افغانان وکړای شي د ډوډۍ، غوړیو، بورې او سونګ توکو په څېر خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.»

اوس‌مهال د افغانستان دوه اقتصادي کارپوهان، د امریکا یو استازی او د سویس دولت یو استازی د افغان صندوق د معتمدینو د پلاوي غړيتوب لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه