Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره د «اماني صندوق» د بورډ د یوه غړي وړاندیز

د افغانستان د «اماني صندوق» د بورډ یو غړی وايي چې د افغانستان له شتمنیو باید هره میاشت۱۵۰ مېلیون ډالره د افغانیو د ارزښت د دفاع لپاره لېلام کړل شي.
 
شاه محمد محرابي د افغانستان د شتمنیو د ساتنې «اماني صندوق» د بورډ غړی چې د افغانستان بانک د تفتیش د کمېټې رییس هم دی طلوع نیوز ته ویلي چې، د افغانستان بانک باید په نورو هېوادونو کې خپلو شتمنیو ته په مشروط ډول لاسرسی ولري؛ څو له هغو په هېواد کې د اقتصادي ثبات، بانکي چارو او د پړسوب (تورم) د راکمولو لپاره استفاده ترې وکړي.

ښاغلی محرابي وايي:«له دغو پیسو باید یوازې او یوازې د قیمتونو د ثبات لپاره کار واخیستل شي؛ څو د افغانۍ له ارزښته دفاع وکړي. دغه بهیر کېدای شي په خپلواکه توګه هم وڅارل شي چې ترې ناوړه ګټنه ونه شي. له دغې لارې د افغانۍ ارزښت لوړېږي او افغانان کولای شي د خپلې اړتیا وړ توکي پرې وپېري.»

په واشنګټن کې د افغانستان د مرکزي بانک د عالي شورا برحاله غړی، په سویس کې د هېواد د اماني صندوق د جوړېدو موخه، د افغانستان د شتمنیو خوندیتوب ګڼي او زیاتوي چې په پای کې دغه شتمنۍ به افغانستان ته ولېږدول شي.

نوموړی زیاتوي:«درې اعشاریه پنځه مېلیارد ډالره چې، د افغان ولس لپاره ځانګړي شوي، باید د شتمنیو په توګه ترې ساتنه وشي او د دغې چارې لپاره د شتمنیو د ساتنې یو صندوق جوړ شوی او په خپل ذات کې خپلواکه دی.»

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، نه ښايي چې د افغانستان شتمنۍ د نورو بانکونو په واک کې ورکړ شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«دا پانګه د افغانستان د خلکو پانګه ده او په مطلقه توګه د افغانستان په واک کې وي او باید د افغانستان په اقتصاد او پانګه کې داخل شي چې اغېز ولري.»

د اقتصادي چارو شنوونکی سید مسعود هم څرګندوي:«له حقوقي پلوه دا فوق العاده ستونزې لري او حتا ناشونې شمېرل کېږي.»

خو د مالي او بانکي چارو یو شمېر نور کارپوهان د افغانستان د شتمنیو د ساتنې لپاره په سویس کې د یوه صندوق له جوړېدو ملاتړ کوي او هغه د افغانستان د شتمنیو د خوندي ساتنې لپاره مهم ګڼي.

د مالي او بانکي چارو شنوونکی سیرقریشي وايي:«یو له لاملونو یې چې دغه صندوق جوړ شوی دی، دا دی چې دغه پیسې له امریکا ولېږدول شي او د دري شپېته تر څار لاندې چې مرکزي بانک یې غړیتوب لري، راشي.»

امریکا د سویس په ګډون له خپلو نړۍوالو شریکانو سره په همغږۍ د افغانستان د شتمنیو د ساتنې لپاره یو صندوق جوړ کړی دی. د افغانستان د اقتصادي چارو دوه کارپوهان، په سویس کې د امریکا سفیر او د سویس د بهرنیو چارو وزارت یو استازی د دغه صندوق د بورډ د پلاوي غړي دي.
 
امریکا د سویس په ګډون له خپلو نړۍوالو شریکانو سره په همغږۍ د افغانستان د شتمنیو د ساتنې لپاره یو صندوق جوړ کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه