Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د «افغانستان لاس» د بې اسنادو موټرو د ثبت او محصول بهیر پيل

د مالیې وزارت چارواکي وايي چې دغه وزارت د بې اسنادو موټرو د ثبت او محصول بهیر پيل کړی دی.

د چارواکو په وینا په دغې طرحه کې، چپه اشترنګ (د افغانستان لاس) موټر به ثبت او محصول شي او د هغوی مالکانو ته به ۶۰ سلنه تخفیف ورکړل شي.

د مالیې وزارت زیاتوي، چې د امنیت د لاټينګښت، د ټولنیزو ستونزو د کمېدو او د هېواد د عوایدو د زیاتېدو په موخه د افغانستان لاس د بې اسنادو موټرو د قانوني کېدو طرحه چمتو شوې ده او دغه ډول موټرونه به ثبت او محصول شي.
 
د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وویل:«د امنیت لاټینګښت، د ټرافیکي ستونزو د له منځه وړلو او د ملي عوایدو د لوړولو، په ټول کې د موټرو د ښه نظم راوستلو لپاره چې اسناد نه لري او د دغو موټرو د قانوني کېدو لپاره د مالیې وزارت د عوایدو ریاست یوه طرحه چمتو کړې چې لومړی ټرانسپورټ وزارت ته ورکړل شوه او وروسته د اسلامي امارت اقتصادي کمېسیون ته وسپارل شوه چې دا طرحه د هغوی له خوا تصویب شوې ده.»

د مالیې وزارت د طرحې له مخې، په دغې طرحه کې د پاکستان لاس موټرونه شامل نه دي او د ټرافیکو عمومي ریاست به په دې تړاو پرېکړه کوي.
دغه وزارت اټکل کوي،چې اوسمهال په  ټول هېواد کې سل زره بې اسناده موټر شته.

دغه وزارت اټکل کوي چې دم کړۍ، ۱۰۰ زره له اسنادو پرته موټر تګ راتګ کوي.

د ګمرکونو د پلان، پالیسۍ او ارزونې رییس عبدالرحمان وقاد څرګنده کړه:«هغه موټر چې د افغانستان لاس دي او اسناد نه لري او موډل یې له ۱۹۹۰ تر ۲۰۰۱ دي د هغوی په محصول کې ۶۰ سلنه تخفیف ورکړل شوی. هغه موټر چې موډل یې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۹ دي د هغوی په محصول کې ۵۰ سلنه او هغه موټر چې موډل یې له ۲۰۱۰ تر ۲۰۲۰ دي د دوی په محصول کې ۲۵ سلنه تخفیف وضعه شوی دی.»

بل خوا د قصبې د موټر پلورونکو ټولنه په دې باورده،چې اوس مهال تر پنځه ویشت سلنه موټرونه اسناد نه لري.

د قصبې د موټر پلورونکو د ټولنې رییس حاجي وفا وویل:«هغه موټر چې اوس زموږ په اصطلاح یو کلي موټر له اسناد پرته چې اوس په بازار کې تګ راتګ کوي شمېر یې له زرګونو لوړ دی او ورځ په ورځ زیات شوی دی.»

اخوا د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وایي،چې په هېواد کې بې اسناده او یو کلي موټرونه د جنایي جرمونو لامل کیږي.

د کابل اوسېدونکی اجمل وايي:«دا چې اسناد ورکوي حکومت ته عاید لري او موټر د قانوني اسنادو لرونکي کېږي او ترڅنګ یې د جنايي جرمونو مخنیوی کېږي.»

د مالیې وزارت وایي چې د دې طرحې پر بنسټ، په سرحدي سیمو کې د بې اسناده موټرو خاوندانو ته یوه میاشت او په ښارونو کې د بې اسناده موټرو خاوندانو ته شپږ میاشتې وخت ورکول کیږي،چې د خپلو موټرو ګمرکي مراحل ترسره کړي.

د بې اسناده موټرو خاوندانو ته یوه میاشت او په ښارونو کې د بې اسناده موټرو خاوندانو ته شپږ میاشتې وخت ورکول کیږي،چې د خپلو موټرو ګمرکي مراحل ترسره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه