Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

راپورونه: افغانستان ته د پاکستان صادرات ډېر شوي

پاکستانۍ رسنیو خبر ورکړی چې افغانستان ته د پاکستان صادرات زیات شوي دي.

دې رسنیو لیکلي، د روان کال په اګسټ میاشت کې اسلام اباد افغانستان ته د څه باندې ۹۵ مېلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي چې د تېر کال د اګسټ پرتله ۶۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ویزې د قوانینو اسانه کول، د ګمرکي تعرفو کمول او د اقتصادي همکاریو زیاتول له افغانستان سره د پاکستان د سوداګرۍ اصلي عوامل دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي،  په بندرونو کې د اسانتیاوو رامنځ‌ته کول د دې لامل شوي چې له پاکستانه د وارداتو کچه زیاته شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سوداګریز مرستیال خیرالدین مایل وايي: «د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د هڅو په پایله کې د افغانستان او پاکستان تر منځ په پولو او بندرونو کې اسانتیاوې رامنځ‌ته شوې او د بندرونو کاري موده ۲۴ ساعته شوه چې له امله یې له افغانستان څخه پاکستان او له هغه ځایه صادرات پیل او له پاکستان څخه افغانستان ته زیاتوالی راغلی دی.»

ورته مهال یو شمېر سوداګر وایي چې د افغانستان د صادراتو په موسم کې پاکستان خپلې ګمرکي تعرفې لوړوي.

یو سوداګر زلمی عظیمي وايي: «زموږ تازه مېوې چې پاکستان ته ځي، د پاکستان له خوا بندېږي او پاکستان د تعرفې نوی قانون جوړ کړی او زموږ مالونه په بندرونو کې بندېږي او ډېره برخه يې له منځه تللې ده.»

د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولین وايي چې د هېواد په ځینو ولایتونو کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو د دوی د کرنیزو حاصلاتو کچه کمه کړې خو پاکستان ته د تازه مېوو او سبزیجاتو صادرات روان دي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي‌زاده وايي: «په ټولیز ډول زموږ د هېواد تولیدات بارانونو او سیلابونو اغیزمن کړي دي. موږ کره شمېرې نه شو ویلای ځکه چې موږ اوس‌مهال د فصل په جریان کې صادرات کوو. د کال په پای کې موږ کولای شو ووایو چې موږ څومره صادر کړي.»

د سوداګرۍ او صنایع خونې د شمېرو له مخې، د افغانستان او پاکستان د صادراتو او وارداتو کچه څه د پاسه یو میلیارد ډالرو ته رسېږي چې د تېرو کلونو په پرتله ډېره کمه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه