Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا له افغانستان سره  ۳۲۷ مېلیون ډالرو مرسته کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې هېواد یې له افغانستان سره د ۳۲۷ مېلیون ډالرو مرسته کوي او ټاکل شوې ده چې دغه پیسې د بیړنیو مرستو، سرپناه او روغتیا په برخه کې په دغه هېواد کې ولګول شي.
 
ویل کېږي چې له دې منځه څه باندې ۲۰۰ مېلیون ډالره به یې د امریکا د پراختیايي ادارې او نږدې ۱۲۰ مېلیونه به یې د امریکا د پناه غوښتونکو او کډوالو د جمعیت د دفتر له لوري په افغانستان کې ولګول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن څرګندوي:«د امریکا دغه بشري مرستې به په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د بشرپاله نړۍوالو بنسټونو له لارې د بشري وضعیت پر وړاندې د مبارزې له روان بهیره ملاتړ وکړي.»

د هېواد اقتصاد وزارت د امریکا له دغې مرستې هرکلی کړی دی.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي:«د امریکا نوې مرستې کولای شي د سترو اقتصادي پروژو، د کورنیو بنسټونو د صنایعو ملاتړ، او همدارنګه د هېواد د اقتصادي بیخ بنسټونو او د زیربناوو د پیاوړتیا لپاره ولګول شي.»

له بل لوري د پاکستان لومړي وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د افغانستان د شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف زیاتوي:«پاکستان له نړۍوالې ټولنې غواړي چې، د افغانستان لپاره د اقتصادي او بشري مرستو په موخه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ۴ اعشاریه ۲ مېلیارد ډالرو غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي او همداراز د افغانستان شتمنۍ چې، د بانکي سیستم د ښه والي لپاره ډېرې مهمې دي، هم ازادې کړي.»

د امریکا د پراختیايي ادارې مسوولانو ویلي چې، امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې تر اوسه د څه باندې یو اعشاریه یو مېلیارد ډالرو په ارزښت له افغانستان سره بشري مرستې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه