Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټرانسپورټ وزارت: په یوه میاشت کې د "فلای ډبۍ" الوتنې پیلېږي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، ټاکل شوې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې "فلای ډبۍ" هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې له سره پیل کړي.

د دې وزارت مسوولان زیاتوي، د کابل په هوايي ډګر کې د هوايي چلند د شرکتونو ټولو الوتنو ته شرایط برابر شوي دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مرستیال غلام جیلانی وفا وايي: «دوی د ټکټونو پلورلو او د الوتنو پیلولو لپاره یوې یا یوې نیمې میاشتې ته اړتیا لري چې سېسټمونه یې بېرته فعال شي او د ټکټ پلورل پیل شي او په یوه میاشت کې به کابل ته خپلې الوتنې پیل کړي.»

په ورته وخت کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند وايي، دمګړۍ هره ورځ په کور دننه او بهر ته شاوخوا ۳۰ الوتنې ترسره کېږي.

امام الدین احمدي وايي: «خصوصي شرکتونو خپلو مسافرانو ته په کتو الوتنې پیل کړې دي، خو موږ له ټولو هېوادونو سره الوتنې لرو، ځینو هېوادونو ته افغان شرکتونه، ځینو نورو ته خپله د هغه هېواد شرکتونه الوتنې کوي او ځینو چې الوتنې درولي، د هغوی پر ځای اریانا شرکت الوتنې کوي، مسافرانو ته هېڅ ډول ستونزه نه‌شته.»

له بل لوري د سیاحتۍ شرکتونو ځینې مسوولان وايي، له یوه کال راهیسې د نړۍوالو الوتنو د کمېدو له امله يې عاید کم شوی دی.

د یوه سیاحتي شرکت مسوول محمد حسیب روشندل وايي: «شاوخوا یو کال کېږي چې د پخوا په څېر کار نه‌شته او یو کال وړاندې کارونه په تېره د بهرنیو هېوادونو ته د اتلوتنو کار ډېر ښه وو.»

له دې سره هم‌مهاله ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د ترکش ایر لاینز الوتنې به هم د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې کابل او مزارشریف ته پیل شي.

ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د ترکش ایر لاینز الوتنې به هم د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې کابل او مزارشریف ته پیل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه